سرلیکنې

د مشورو اورېدل د بريا لنډه لاره!

هېڅوک يوازې د خپل عقل پر بنياد بريا ته نه شي رسېدلی او نه هر سړی په ټولو چارو کې د تجربې خاوند وي، نو له فردي او کورني ژوندانه نیولې تر ملکۍ او پاچاهۍ پورې هر چاته لازمه ده ،چې د کور، کلي او هېواد په انتظامي چارو کې د سپین ږیرو، مشرانو او پخو تجربه کارو اشخاصو نصيحت او مشورې ته ښه غوږ ونیسي، د زړه په غوږو یې واوري، فکر او سوچ پرې وکړي  او بیا یې بدې پرېږدي او پر ښو یې عمل وکړي. ښایي ځینې به فکر کوي چې د هېچا مشورې ته اړتیا نه لري، یا به فکر کوي چې که د بل چا خبرو او مشورو ته غوږ ونیسم، یا ترې په خپلو چارو کې پوښتنې وکړم او مشورې ترې وغواړم،نو دا به زما په کمزورۍ  او ناپوهۍ دلالت وکړي، خو دا ډول دریځ هېڅکله سم نه دی، بلکې دا ډېر لوی کبر او انانیت دی. تر دې چې د څښتن تعالی له لوري ان پیغمبر علیه السلام ته امر شوی چې د خپلو ملګرو او دوستانو له ځینو خطاوو تېرېدنه کوه، بښنه ورته غواړه او په چارو کې ورسره مشوره کوه. ځکه په همدې خصلت سره خلک پرځان راغونډولی او د هغوی صمیمیت ترلاسه کولی شئ.د مشورې اورېدلو او منلو په اړه نبوي سیرت کې ډېرې څرګندې بېلګې لوستلی شو، چې د مسلمانانو لپاره ډېر ګټور درس ګڼل کېږي او باید ښه په غور و لوستل شي.دغه راز د مشورو اورېدلو په لړ کې بله خبره داده چې کېدای شي واکمنو او چارواکو ته وخت ناوخته هر کس او ناکس پر خپل سر هم ډېرې خبرې، سپارښتنې او مشورې ورکړي یا بېلابېل اعتراضونه او نیوکې ولري چې په هغو کې به حتماً په افراط او تفریط ولاړ نظریات هم وي، له همدې امله د حکمت تقاضا داده چې باید ښې او معقولې خبرې واورېدلې شي او پر بدو او نامعقولو غوږونه کاڼه او سکوت غوره شي. د مثال په ډول زموږ هېواد کې تقریباً څلوېښت میلیونه وګړي ژوند کوي، طبیعي ده چې په دوی کې ډېر داسې اشخاص شته چې هم مشران او تجربه کار دي او هم ښه هوښیاران او تر څنګ یې زښته ډېر داسې چې د هوښیارۍ دعوا کوي، خو ناپوهان دي او ځانونه د هېواد، ملت او حکومت خواخوږي هم بولي او دغه راز له ټولو زیات بیا داسې کسان چې فقط ګیلې، ښکنځل او بد و رد به وایی. همدا وضعیت غوښتنه کوي چې باید واکمن مشران زښته ډېر زغم ولري. ځکه په یوه داسې زمانه کې چې د هر فرد لپاره د سلګونو ټي وي چینلونو، راډیوګانو، اخبارونو او خواله رسنیو له لارې د خپلو خبرو او بیانونو د خپراوي بشپړ فرصتونه برابر وي، ایا دا شونې ده چې د ټولو پرخولو لاس کېښودل شي او ایا دا ممکنه ده چې ټول زنداني او په سزا محکوم شي؟ واقعیت دادی چې دا چاره هېڅ امکان نه لري او نه د ټولو معترضینو او  ګیله منو په محاسبه او محاکمه کولو سره حکومت تقویه کېدای شي. ځکه خو ښه داده چې په رعیت کې له مشرانو او تجربه کارو ديندارو اشخاصو مشوره واخیستل شي او اعتماد پرې وشي او د ناپوهانو پرګډو وډو غوږونه کاڼه واچول شي او اعراض ترې وشي.دا کمزوري نه، بلکې حکمت او د بریالیتوب له ټولو لنډه لاره ده!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button