
ټولنه او کلتور
د مس عینک کان ۳۱۵ لرغوني اثار ملي موزیم ته لېږدول شوي
د ملي موزیم سرپرست وايي، چې د لوګر له مس عینک کان څخه تر ۳۱۵ زیات لرغوني اثار چې دوه زره کاله پخوانۍ لرغونتیا لري، ملي موزیم ته لېږدول شوي دي. ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند وايي، چې د دغې پروژې د چارو د پرمختګ او لرغونو اثارو د موندلو لپاره له یونسکو او اغاخان بنسټ سره تفاهم ته رسېدلي دي. دغه وزارت زیاتوي چې د مس عینک کان د ساحې اثار د موزیم په نړۍواله ورځ نندارې ته وړاندې شي. د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د لرغونو اثارو د شتوالي له امله د مس عینک پروژې کار ځنډېدلی دی. د لوګر د مس عینک کان تړون په ۲۰۰۸ م کال کې د چین له MCC شرکت سره لاسلیک شو خو تر اوسه د دغه کان د استخراج چارې نه دي پيل شوي.