
د مس عینک کان ته د غځېدلي سړک د پخولو چارې پیل شوې
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د مس عینک کان ته د غځېدلي ۲۵ کیلو متره سړک د پخولو چارې د محمدآغې ولسوالۍ د مسوولینو او د قرار دادي چنایي شرکت ( MCC) لخوا پیل شوې. د محمدآغې ولسوال وویل، چې دغه سړک، د ۲۵ کیلو مترو په اوږدالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د مس عینک کان د قرار دادي چنایي شرکت په مالي لګښت په پاخه او اساسي توګه جوړېږي، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشړې شي. نوموړي زیاته کړه؛ دغه سړک، چې له زاهد آباد بازار څخه پیل د مس عینک پورې غځېدلی، چې له جوړېدو وروسته به د لارې شاوخوا خلکو چارې به هم ورسره پوره آسانتیا ومومي. ورته مهال د قرار دادي چنایي شرکت د مسوولینو په خبره دغه کان کې د تاریخي آثار او لرغونو ځایونو د راسپړلو چارو تر پای ته رسېدو وروسته به د مسو د استخراج لړۍ پیل او زرګونو افغانانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.