
د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه او هيلې؟!
څو لسيزې کېږي، چې نړيواله ټولنه د افغانستان په اړه ځانګړې دلچسپي لري او هڅه کوي چې د ځينو سياسي او اقتصادي اهدافو لپاره دلته نفوذ ولري.
څو لسيزې کېږي، چې نړيواله ټولنه د افغانستان په اړه ځانګړې دلچسپي لري او هڅه کوي چې د ځينو سياسي او اقتصادي اهدافو لپاره دلته نفوذ ولري.
څه باندې درې لسيزې وړاندې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ، لوېديځې نړۍ دغه کار وغانده او په ښکاره ډول يې د افغان مجاهدينو د مقاومت او مبارزې ملاتړ وکړ.
د تېر جهاد له بريا وروسته هم نړيوالې ټولنې خپله مداخله پای ته ونه رسوله او په مختلفو نومونو او شعارونو يې دلته فعالیت درلود، تر دې چې په ۲۰۰۱م کال کې امريکا او متحدينو يې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې تر دروغجن شعار لاندې افغانستان اشغال کړ.
افغاناند خپل وياړلي تاريخ په تعقيب يو ځل بيا د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې په ډېره ميړانه ودرېدل او شل کلنه اوږده، سخته او نا انډوله مبارزه يې وکړه.
اوس چې افغانستان د الله تعالی په فضل او د لسګونه زره شهيدانو د قربانيو په بدل کې خپلواک او آزاد حکومت لري او له نړۍ او سيمې سره د اړيکو په برخه کې کاملاً خپلواک دی، امريکا او متحدين يې هڅه کوي چې په نړيواله کچه د افغانستان د اسلامي امارت لپاره يو لړ سياسي او اقتصادي ستونزې ايجاد کړي.
د اسلامي امارت مشرانو او د نړۍ ځينو هيوادونو اوس دغه ستونزه درک کړې ده او هڅه کوي چې خپلمنځي اړيکې د خپلو ګټو او موخو پر معيار برابرې کړي.
په کابل کې د روسیې سفیر «دیمیتري ژیرنوف» وړمه ورځ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي سره د دوه اړخيزو اړيکو په هکله خبرې وکړې او د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته کې يې د افغانستان په استازيتوب ښاغلي متقي ته د ګډون بلنه هم ورکړه.
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له لوري ددې کتنې په هکله له رسنيو سره شريک شوي معلومات ښيي، چې د مسکو فارمټ غونډې د غوره پایلو، سيمه ييزې همکارۍ او د افغان سوداګرو لپاره د ويزو او سفري اسانتياوو پر رامنځته کولو هم مثبتې او ګټورې خبرې وشوې.
ټاکلشوې ده، چې د مسکو فارمټ غونډه، په نږدې راتلونکي کې د مسکو په کوربتوب جوړه شي او د افغانستان په هکله پکې سيمه ييز هيوادونه سلا مشورې وکړي.
د چارو شنونکي په دې باور دي چې دغه ډول غونډو کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون، نه يوازې د افغانستان اړتيا ده، بلکې سيمه ییز هيوادونه هم اړتيا لري چې د خپلو ګټو او موخو لپاره له افغانستان سره دوستانه اړيکې ولري.
اوس مهال اسلامي امارت له دوو اساسي نړيوالو ستونزو سره مخ دی، لومړۍ د رسميت او دوهمه د اقتصادي بندیزونو او محدوديتونو ستونزه ده. د اسلامي امارت پلاوی بايد له پوره چمتووالي سره په دغې غونډه کې ګډون وکړي او د سيمې هيوادونه دې ته وهڅوي چې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني او په اقتصادي برخه کې دوه اړخيزې اړيکې لا ډېرې پياوړې کړي.
دا کار اوس له بل هر وخته ډېر شونی دی، ځکه په نړيواله کچه له لوېديځ سره روسيه، چين، ايران او نور هيوادونه رقابتونه لري او اسلامي امارت کولی شي له دغو رقابتونو د ځان په ګټه سالمه استفاده وکړي، په نړيواله ټولنه کې د اسلامي امارت د نه رسميت په هکله اجماع ماته او خپل اساسي اهداف ترلاسه کړي.