سیاست

د مسکو غونډه: امريکا  غواړي سيمې بې ثباته کړي

د افغانستان په تړاو د  منځنۍ آسيا د ملي امنيت شورا د سلاکارانو پنځمه غونډه تيره اوونۍ د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته په مسکو کې جوړه شوه. د روسيې ((ټاس( خبري آژانس راپور ورکړی، چې د دغې غونډې ګډونوالو امريکا د سيمې دهېوادونو په بې ثباته کولو تورنه کړه.په دې غونډه کې د ايران د ملي امنيت شورا منشي ويلي، چې په افغانستان کې سوله، ټيکاو او پرمختګ د دوی لومړيتوب دی. ده لوېديځ هېوادونه او دامريکا متحد ايالتونه د سيمې د هېوادونو په بې ثباته کولو تورن کړل.د ايران د ملي امنيت شورا منشې علي شمخاني وايي: (( هر چېرته چې لوېديځ او امريکا حضور ولري البته بې ثباتي او د جګړې لمبې شتون لري، په داسې حال کې چې په هغه ځای کې ،چې د سيمې د هېوادونو ترمنځ همکاري موجوده وي، سوله، امنيت او ارامښت ټينګ دی.))هر چېرته چې لوېديځ او امريکا حضور ولري، هلته بې ثباتي او جګړه شته، په داسې حال کې چې هر چېرته چې د سيمې د هېوادونو ترمنځ همکاري وي، هلته سوله، کراري او امنيت دی.))بله خوا اسلامي امارت چې په دې غونډه کې يې استازي حضور نه درلود، وايي: د هرې هغې غونډې هرکلی کوي، چې د افغانستان په ګټه پرېوځي. د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد څرګندوي: (( هره غونډه چې د افغانستان په هکله په افغانستان کې د وضعيت د ښه والي لپاره جوړېږي، د هيلې او ګټې ځای دی؛ خو زموږ هيله دا ده چې په دا ډول غونډو کې د افغانستان استازي حضور ولري او دويمه دا چې له افغانستان څخه بايد هېوادونه او سيمه ډاډه وي.))په دې غونډه کې د روسيې، هند، ايران، قزاقستان، قرغيزستان، چين، تاجيکستان، ترکمنستان او ازبيکستان د ملي امنيت شورا سلاکارانو ګډون درلود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button