سرلیکنې

د مسلمانانو مبهم دریځ او نامعلوم برخلیک

څه کم څلور میاشتې کېږي ،چې د غاصبو اسرائیلي صهيونستانو له لوري د فلسطین پر سپېڅلې خاوره د بې ګناه فلسطينیانو نسل وژنه دوام لري.

څه کم څلور میاشتې کېږي ،چې د غاصبو اسرائیلي صهيونستانو له لوري د فلسطین پر سپېڅلې خاوره د بې ګناه فلسطينیانو نسل وژنه دوام لري. که څه هم د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د فلسطينیانو په حمایت کې د مظاهرو لړۍ دوام لري او د اسرائیلي ځواکونو هوایي وحشیانه بمبارۍ یې بشري جنایت بللي او حتی د اسرائیلي چارواکو د محاکمې غوښتنه یې کړې، خو له بده مرغه اسلامي هیوادونه د دې پر ځای ، چې دغه جنګ وغندي او د خپلو فلسطیني ورونو مرسته او حمایت یې کړی وای، چوپه خوله او مبهم دریځ یې خپل کړی او همدغې چوپتیا اسرائیلي او امریکایي یهوديانو او د حماس په وړاندې ماتې خوړلو ځواکونو ته د دې جر‌ئت ورکړی ،چې خپله ماته په اسلامي هیوادونو کې د جنګ په تشدید کې پټه کړي ،که څه هم د لبنان حزب الله او د یمن حوثیانو د فلسطینيانو په ننګه د غاصبو صهيونستانو پر خلاف په اسرائیلو او په سورسمندرګي کې پر امریکایي کښتيو توغندیز بریدونه تر سره کړل ،چې په دې سره غربي استعمار او اسرائیلي اشغالګران له سختې وېرې سره مخامخ شول او د ناټو په ائتلاف کې شامل د فرانسې هیواد هم په دغه جنګ کې له ښکېلتیا څخه انکار وکړ او هغوی د یوه بل پلان او طرحې په لټه کې شول، چې څرنګه کولی شي له دغه جنګ څخه د ایران او ترکي چارواکو ملاتړ سلب او په خپلو منځو کې يې سره ښکېل کړي. لکه څو ورځې وړاندې چې د ایران هوایي ځواکونو د پاکستان په خاوره کې ځینې اهداف په نښه او بمباري کړل او په انتقام کې یې د پاکستان هوایي ځواکونو هم د ایران ځینې سیمې بمبار کړې او ويې ویل چې موږ په ایران کې د بلوڅو  د آزادۍ جبهې مرکزونه ویشتلي. کوم ،چې په بلوچستان کې له پاکستاني ځواکونو سره د خپلې آزادۍ لپاره په جګړه بوخت دي. له بلې خوا ترکي ځواکونو هم په سوریه او عراق کې د P K K پر پوځي قرارګاوو هوایې بریدونه کړي په داسې حال کې چې د شرق او غرب له لوري دغو نیابتي او تپل شویو جنګونو د اسلامي امت د یو  موټي کېدو لپاره یو زرین چانس او  ښه زمینه برابره کړې، چې مسلمانان په خپلو کې سره یو موټی شي او له فرصت څخه ګټه پورته کړي ، د مبهم دریځ او چوپتیا په خپلولو سره یې اسلامي امت له نامعلوم برخلیک سره مخ کړی ،چې د  ۵۷ اسلامي هیوادونو له ډلې د لبنان د حزب الله او د یمن د حوثیانو له فلسطینيانو څخه ملاتړ، غربي ښکېلاکګر له وارخطایۍ سره مخ کړي او غواړي د مسلمانانو له کمزورۍ دځان په نفع ګټه پورته کړي او یو دبل په مقابل کې يې استعمال کړي

په افغانستان کې هم غواړي د ولس اوحکومت ترمنځ فاصله ایجاد کړی،خو لله الحمد زموږ چارواکي د فتنه ګرو دغې فتنې ته ځیر دي څرنګه چې نظامي ډګر کې هغوی له بشپړې ماتې سره مخ شول ،همداسې به په تبلیغاتي جګړه کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخامخ شي. ومن الله توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button