
د مسئوليت احساس مو بريا تضمينوي..!
د عامه خدماتو او د خلکو د ديني او ملي ارزښتونو د تامين په هدف د ټولنې ځينې وړ، په کار پوه او مستعد وګړي د چارو واګي په لاس کې اخلي او د نظام په نامه يو جوړښت رامنځته کېږي.په حکومتي ادارو کې کارکوونکي د ملت د نورو وګړو خادمان ګڼل کېږي، دوی باید خپل منصب مسئوليت وګڼي او په پوره پاملرنې د ورسپارل شوې دندې د ترسره کولو احساس ولري.دولتي کارکوونکي او مسئولين بايد په خپل وخت کار ځای ته ولاړ شي او په خپل وخت رخصتي وکړي. په ټول توان او طاقت د خلکو ستونزې واوري، د هواري لپاره يې په ټول توان کار وکړي او له ملت سره يې چلند او برخورد بايد ډېر عالي او فوق العاده وي.د بيت المال ملکیتونه باید په شخصي کارونو کې ونه لګول شي او حفظ او مراقبت ته يې ځانګړې پاملرنه وشي.له نېکه مرغه د اسلامي امارت مسئولين تر ډېره حده د مسئوليت احساس لري او څه موده وړاندې يې بېلابېلو ارګانونو د حکومت د رسنیو مرکز کې ملت ته د حساب ورکولو پروسه کې ګډون درلود.د حکومتي چارواکو او مسئولينو په وړاندې ملت هم دا مسئوليت لري، چې د دوی له لوري جوړو شویو قوانینو ته غاړه کېږدي، اطاعت يې وکړي او د قوانينو په رعايت او تطبيق او دغه راز د ټولګټو پروژو او امنيت په ساتنه کې مرسته ورسره وکړي.