سرلیکنې

د مسئوليت احساس د بريا ضامن!

د عامه خدماتو او د خلکو د ديني او ملي ارزښتونو د تامين په هدف د ټولنې ځينې وړ، په کار پوه او مستعد وګړي د چارو واکي په لاس کې اخلي او د نظام په نامه يو جوړښت رامنځته کېږي.

په حکومتي ادارو کې کارکوونکي د ملت د نورو وګړو خادمان ګڼل کېږي، دوي بايد خپل منصب مسئوليت وګڼي او په پوره پاملرنې د ورسپارل شوې دندې د ترسره کولو احساس ولري.

دولتي کارکوونکي او مسئولين بايد په خپل وخت کار ځاي ته ولاړ شي او په خپل وخت رخصتي وکړي. په ټول توان او طاقت د خلکو ستونزې هوارې کړي او له ملت سره يې چلند او برخورد بايد ډېر غوره وي.

د بيت المال ملکيتونه بايد په شخصي کارونو کې ونه لګول شي او حفظ او مراقبت ته يې ځانګړې پاملرنه شي.

له نېکه مرغه د اسلامي امارت مسئولين تر ډېره حده د مسوليت احساس لري او دا تېره يوه مياشت يې بېلابېلو ارګانونو د حکومت د رسنيو مرکز کې ملت ته د حساب ورکولو پروسه کې ګډون درلود.

د حکومتي چارواکو او مسئولينو په وړاندې د ملت هم دا مسوليت دي، چې د دوي له لوري جوړو شويو قوانينو ته غاړه کېږدي، اطاعت يې وکړي او د قوانينو په رعايت او تطبيق کې مرسته ورسره وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button