مقالې او تبصرې

د مرغومي ۶ مه نن د یوې درنې غونډې په ترڅ کې غندل کېږي

د مرغومي ۶ مه، چې پر افغان مؤمن او مېړني ملت د شوروي ځواکونو د یرغل له ۴۴ مې کلیزې سره برابره ده، د هیواد په کچه یې د غندلو لړۍ جریان لری.

د مرغومي ۶ مه، چې پر افغان مؤمن او مېړني ملت د شوروي ځواکونو د یرغل له ۴۴ مې کلیزې سره برابره ده، د هیواد په کچه یې د غندلو لړۍ جریان لری.

نه سه شنبه د ۱۴۰۲ لمریز کال د جدي له ۶ مې نېټې سره سمون خوري. له نن څخه ۴۴  کاله وړاندې په همدې ورځ د وخت د شوروي اتحاد سرو لښکرو  زموږ  پر هیواد یرغل وکړ، چې افغانانو یې په مقابل کې ملي قیام وکړ او وسله وال جهاد پیل شو. دغه نا برابره جنګ ۱۰ کاله دوام وکړ، چې یو نیم میلیون افغانانو د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره د افغانستان سپېڅلې خاوره د قطبي خرس له پلیتو منګولو را خپله او د سره ښامار داړې یې ورماتې کړې .که څه هم افغانانو په دغه جنګ کې د سر اومال درانه زیانونه ولیدل، په میلیونونو افغانان د خپل وطن له خوږې غېږې جلا او کډوال شول، په لکولو نور معلول او ټپیان شول، خو له بل پلوه 13335 تنه روسي پوځیان وژل شوي،  ۳۵۷۰۰ تنه یې ټپیان او  ۳۱۱  تنه یې د افغان مجاهدینو په لاس اسیر او له ټړیليونونو  ډالرو مالي زیان سره مخامخ شول، چې بالاخره د افغان مجاهدينو د متین عزم او کلک مقاومت په پایله کې د نړۍ له کرې څخه د کمونیزم جنازه هم پورته شوه ،د برلین دیوال ونړېده او د وار ساپکټ غړو هیوادونو هم آزادي واخیسته .دا  د افغانستان په تاریخ کې هغه توره ورځ ده چې افغانانان به یې هېڅکله هم له یاده ونه باسي او هر کال به د یولړ غونډو په ترڅ کې وغندل شي . په همدې موخه نن د ملي راډیو تلویزیون د کنفرانسونو په تالار کې هم یوه درنه غونډه جورېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button