سرلیکنې

د مخدرو موادو پر ضد د اسلامي امارت له مبارزې انکار نشي کېداي

د الله تعالي له لوري پيدا شوې  پاکه او د انساني ژوند لپاره ښايسته او مناسبه نړۍ اوسمهال د ځينو انساني کړنو له امله له يو لړ جدي صحي او ټولنيزو ستونزو سره مخ ده او د هوسا ژوند تېرول په کې ورځ تر بلې ناشوني کېږي.

د الله تعالي له لوري پيدا شوې  پاکه او د انساني ژوند لپاره ښايسته او مناسبه نړۍ اوسمهال د ځينو انساني کړنو له امله له يو لړ جدي صحي او ټولنيزو ستونزو سره مخ ده او د هوسا ژوند تېرول په کې ورځ تر بلې ناشوني کېږي.

د چاپېريال ککړتيا او د نشه يي توکو پراخ استعمال هغه ننګونې دي، چې ټوله نړۍ ګواښي او نږدې ټول ژوندي ژوي يې له ناوړه اغېزو کړيږي. که څه هم ستر نړيوال هيوادونه د دغو ستونزو په وړاندې د مبارزې په نامه نړيوالې غونډې جوړوي؛ خو که له شعاري مبارزې ورهاخوا لږ دقيق نظر وشي، همدغه هيوادونه د خپلو ګټو لپاره د چاپېريال د ککړتيا او دنشه يي توکو د پراخ توليد عاملين دي.

دوه لسيزې وړاندې چې کله امريکا او ناټو د ټولو  نړيوالو قوانينو خلاف پر افغانستان يرغل وکړ، پر نورو ناخوالو سربېره يې افغان ملت ته د نشه يي توکو د توليد او اعتياد سوغات هم له ځان سره راوړ.  د اشغال په ټوله کرغېړنه دوره کې افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکو له ټولو ستر توليدوونکي هيواد يادېده او په دغې موده کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون شاوخوا څلور ميليونه افغانان د نشه يي موادو پر استعمال روږدي شول.

دا هر څه اتفاقي نه و، بلکې د يو منظم پلان له مخې د خپلو ګټو لپاره کېدل.

واک ته له رسېدو وروسته پر اداري فساد او اقتصادي ستونزو سربېره د نشه يي موادو پراخ توليد او استعمال هم يوه ستره جدي ستونزه وه، چې اسلامي امارت ورسره مخ و، خو له نېکه مرغه چې اسلامي امارت په دې برخه کې قاطع تصميم ونيوه، په ټول هيواد کې يې د کوکنارو کښت غير قانوني اعلان کړ او د هر ډول نشه يي توکو پر توليد، قاچاق او استعمال يې بنديز ولګاوه.

که څه هم ځينو نړيوالو بنسټونو او رسنيو په پراخه کچه د اسلامي امارت د بدنامولو لپاره داسې ګنګوسې او افواهات خپاره کړل، چې د نشه يي توکو کرکيله او قاچاق کې زياتوالي راغلي، خو د اسلامي امارت پرېکنده اقدامات او د نشه يي توکو په وړاندې مبارزې ته ژمنتيا هغه څه وو، چې په ډېر لږ وخت کې يې له توقع پورته مثبتې پايلې ترلاسه شوې او نور، نو د مخدرو موادو پر ضد د اسلامي امارت له ژمنتيا او مبارزې څخه انکار نشي کېداي.

تازه د يو بريتانوي بنسټ پلټنې ښيي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کرکيله کې د پام وړ کموالي راغلي او هلمند کې، چې د نشه يي توکو پراخ توليدوونکي ولايت و، دغه کچه ۹۹ سلنه راټيټه شوې ده.

په ورته وخت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې يو پخواني مسئول د اسلامي امارت دغه پرېکنده ګام ستايلي او هيله يې څرګنده کړې چې د کوکنارو د کښت په کموالي سره د هېرويينو د قاچاق او ټولنيزو جرمونو په کچه کې هم د پام وړ کموالي راشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button