اقتصاد

د مخابراتي شبکو د ټیلېفوني اړیکو او انټرنېټ بیې وټاکل شوې

په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره سم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې د ولس د غوښتنو په پام کې نیولو سره افغانستان کې د غږیزو اړیکو او انټرنټ د قیمتونو موضوع په خپلو لومړيتوبونو کې شامله کړه او د هیواد په کچه یې په لومړی ځل د ټولو مخابراتي شرکتونو د تعرفو د نرخونو، د دوی د ترلاسه شویو عوایدو او ترسره شویو لګښتونو پر اساس تحلیل ترسره کړ، چې د یادې ارزونې پر بنسټ په لومړي ځل افغانستان کې مخابراتي شرکتونو ته د انټرنټ او غږیزو اړیکو د عادی بیو لپاره د ټاکل شویو تعرفو سقف وټاکل شو او د هرې شبکې د پیرودونکو ترمنځ د غږیزو اړیکو حد اکثر قیمت في دقیقه په ۱.۸۵ افغانۍ وټاکل شو، چې د اسلامي امارت له راتګ څخه مخکې د مخابراتي شرکتونو حد اکثر قیمتونه د دقیقې پر سر له ۲.۵ څخه نیولې تر ۳.۵ افغانۍ وضع کیدې.
همداراز له یوې مخابراتي شبکې څخه بلې مخابراتي شبکې ته د اړیکو د عادي بیو لپاره د ټاکل شویو تعرفو سقف في دقیقه په ۲.۲ افغانۍ حد اکثر وټاکل شو، چې د اسلامي امارت له راتګ څخه مخکې د مخابراتي شرکتونو حد اکثر قیمتونه د دقیقې پر سر ۴ افغانۍ بیه وضع کیدې.
په همدې ترتیب مخابراتي شرکتونه مکلف کړای شول چې د غږیزو اړیکو لګښت د ۶۰ ثانیو پر ځای د ۳۰ ثانیو په اساس وضع کړي.
د انټرنټي خدمتونو د بیو په برخه کې هم ډیر زیات کمښت راغلی دی، په اکثره انترنیټي بستو کې له ۳۰٪ څخه تر ۶۰ فیصدو پورې کموالی راغلی. اوسمهال ټولو مخابراتي شبکو ته د یوې جي بي میاشتنۍ کڅوړې حد اکثر قیمت ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوی دی، چې ځینې شبکې یې له دې هم په ټیټ قیمت پلوري، په داسې حال کې چې د اسلامی امارت له واکمنیدو مخکې د یوې جي بي انټرنټي کڅوړې قیمت له ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ افغانیو پورې رسېدو.
له انټرنیټ څخه د عادي ګټې اخیستنې قیمت پخوا یو ایم بي د یوې (۱ )افغانۍ څخه تر لسو (۱۰ ) افغانیو پورې وضع کیدو؛ خو د اسلامي امارت له راتګ سره سم د تعرفو د سقف له ټاکلو وروسته دغه بیې د یو ایم بي په ۰.۱۱ ( لس پوله ) ته راټیټ شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button