سرلیکنې

د محرم ډاډمن امنيت او راتلونکې ته هيلې!

که څه هم په دې وروستيو کې د سيمې او نړۍ ځينو استخباراتي سازمانونو په افغانستان کې د داعش او ځينو نورو وسله والو ډلو د فعاليت او حضور په هکله يو لړ شايعات او راپورونه خپاره کړل، تر څو نړیوالوته د افغانستان ناسم انځور وروښيي او خلکو ته د  امنيت په هکله اندېښنې او تشويشونه ايجاد کړي، خو د اسلامي امارت د نظامي ارګانونو له لوري د محرم مياشتې د اولو لسو ورځولپاره د موثر ځانګړي امنيتي پلان ترتيب او تطبيق، چې په ترڅ کې يې په پلازمينه کابل او ولايتونو کې ډاډمن امنيت تامين و، وښودله چې د اسلامي امارت ځواکونه د هر ډول ستونزو د مهارولو او د ډاډمن امنيتت د راوستلو بشپړ توان لري.

سرتاسري امنيت او د امنيتي ارګانونو کفايت او هماهنګي له ځان سره د ښې راتلونکې هيلې او اميدونه لري، افغان ملت بايد ډاډه اوسي، چې اسلامي امارت او په ځانګړي ډول امنيتي ارګانونه يې د بشپړ امنيت د ساتلو توان او ژمنتيا لري، ملت بايد د پرديو رسنيو په شايعاتو او ګنګوسو پسې لاړ نشي، بلکې د افغانستان واقعيتونه دې په پام کې ونيسي او د خپل هيواد په بيا رغونه او ابادۍ کې دې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ودرېږي.

نړۍ، سیمه او ګاونډي هېوادونه هم باید په افغانستان کې له شته امنیت څخه ملاتړ او د دوی له سرحدونو څخه افغانستان ته د شریرو عناصرو له راتېرېدو څخه مخنیوی وکړي، دا چاره يوازې د افغانستان په ګټه  نه، بلکې د سيمې او نړۍ په ګټه هم ده؛ ځکه چې له امنيت څخه برخمن افغانستان د سيمې او نړۍ پر اقتصاد او سياست مثبتې اغيزې لري، خو که خدای مه کړه افغانستان ناامنه وې، د ټولې سيمې لپاره به ښې پايلې ونه لري.

اسلامي امارت په وار وار دا خبره څرګنده کړې، چې د خپلو ديني او ملي ګټو پر اساس له نړۍ او سيمې سره پراخې سياسي او اقتصادي اړيکې غواړي، که چېرې نړۍ او د سيمې هيوادونه له دوی سره کومه ستونزه لري، د شايعاتو د خپرولو او منفي تبليغاتو پرځای دې دغه ستونزه مخامخ د اسلامي امارت له رسمي ادرسونو سره شریکه کړي، ترڅو په ګډه یو مناسب حل ورته راواېستل شي.

متاسفانه چې نړۍ تراوسه په دې برخه کې ډېر چټک ګامونه، نه دي پورته کړي، اوس هم ناوخته نه ده، نړۍ بايد د افغانستان اوسني ډاډمن امنيتي حالت، د يو ځواکمن مرکزي نظام موجودیت او له فساد څخه پاکې ادارې ته د يو فرصت په سترګه وګوري، د افغانستان واقعيتونه دې درک کړي او اسلامي امارت دې په رسميت وپېژني.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button