
د محبس پوليس په ځانګړي يونيفورم سمبال شول
د دلوې په ۱۶ مه د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې د ننګرهار عمومي محبس پوليسو ته د زندانونو چارو د سمون ادارې لخوا ځانګړی برابر شوی يونيفورم ورکړل شول. د ننګرهار باختر اژانس خبر له مخې ياد مراسم، چې د ننګرهار په عمومي محبس کې ترسره شول په کې د استيناف محکمې رئيس شيخ الحديث مولوي محمد ګلاب فاروقي وويل: د خوښۍ ځای دی، چې نن موږ خپل د محبس مجاهدين د پوليسو په خاصو جامو کې وينو. نوموړي د محبس پوليسو ته سپارښتنه وکړه، چې له بنديانو سره نېک چلند وکړي، ځکه د اسلام مبارک دين هم په دې برخه کې مسلمانانو ته له بنديانو سره د ښه چلند سپارښتنه کړې. ورپسې د ننګرهار عمومي محبس رئيس مولوي بلال شاهين، د ولايت په استازولی مولوي احمد حمزه او د امنيې قوماندانۍ په استازولی مولوي سميع الله صميم د محبس د پوليسو په ځانګړي يونيفورم سمبالېدو خبرې وکړې ويې ويل: دغه يونيفورم په دې خاطر يو ښه ګام دی، چې له يوې خوا به د بنديانو او پوليسو ترمنځ تفکيک وشي او له بلې به په محبس کې د نظم لا ټيګښت رامنځته شي. مسوولينو وويل: په ننګرهار کې به د پوليسو د يونيفورم لړۍ په نورو اداراتو کې هم دوام پيدا کړي. په ورته وخت کې څو تنو هغو پوليسو، چې په دې پروګرام کې د روزنې ترڅنګ نوي لباسونه اغوستي وو په دې خوښي ښکاره کړه، چې دوی ته ځانګړی يونيفورم ورکړل شول.