اقتصاد

د ماليې وزارت د ۱۴۰۲مالي کال د بودجې جوړولو بهير پيل کړی

د ماليي وزارت د مسئولينود څرګندونو له مخې: دې وزارت ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې جوړولو لپاره د ټولو دولتي اداري واحدونو وړا نديزونه راټول کړي او کابيني ته به يې د تائيد لپاره وړاندې کړي.

د ماليي وزارت د مسئولينود څرګندونو له مخې: دې وزارت ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې جوړولو لپاره د ټولو دولتي اداري واحدونو وړا نديزونه راټول کړي او کابيني ته به يې د تائيد لپاره وړاندې کړي.د ماليي وزارت وايي، چې دغه بودجه به د روان کال د بودجې پر پرتله زياته وي.سرچينې زياته کړې، چې د راتلونکي کال لپاره د ټولو دولتي اداري واحدونو اړتياوې او وړانديزونه د ماليي وزارت ته رارسيدلي دي. د ماليي وزارت هم د خپلو عوايدو پر بنسټ هغو پروژو ته لومړيتوب ورکړي، چې اړينې دي او ولس ورته زياته اړتيا لري.د ماليې وزارت وياند احمد ولي حمقل وايي: د راتلونکي کال د بودجې جوړولو بهير روان دی؛ دولتي ادارو د خپلو پروګرامونو د پلي کولو وړانديزونه کړي، چې له ارزونې وروسته د بودجې رياست ته استول کېږي. موږ د خپلو عوايدو پر بنسټ ورته بودجه په نظر کې نيسو. زموږ بودجه ټوله له کورنيو عوايدو څخه تمويل کېږي، چې د روان کال په پرتله به زياته وي.نوموړي زياته کړې: د هېواد د صادراتو اوعوايدو د راټولولو په بهير کې د پام وړ زياتوالی راغلی؛ ځکه، چې له سيمي او ګاونډ يوهېوادونو سره مو د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره هڅې زياتې کړي او د خصوصي سکتور د فعاليتونو د آسانتياوو د را منځته کولو لپاره به هڅې نورې هم چټکې کړي.د ماليي وزارت وياند احمد ولي حقمل دا هم ويلي، چې د روان کال په لومړيو مياشتو کې مو له يو ميليارد دالرو زيات صادرات کړي، چې د هېواد په تاريخ کې دومره نه وو شوي او دا بهير اوس هم په منظم ډول پرمخ روان ساتل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button