سیاست او دولت

د ماليزيا پلاوی : له نړۍ سره د افغانستان د رغنده تعامل برخه کې همکارۍ ته چمتو يو

د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير پرون د ماليزيا د لومړي وزير د استازې آغلې ډاکټرې شاه زلينا په مشرۍ د ماليزيا د لومړي وزير د دفتر، دفاع، کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو له استازو سره په سپېدار ماڼۍ کې وليدل.د دې ليدنې په پيل کې آغلې ډاکټرې  شاه زلينا د دغه پلاوی د راتګ موخه له اسلامي امارت سره د ماليزيا د اړيکو پراختيا وبلله او ويې ويل: د هيواد لوړپوړي چارواکي يې د افغانستان په هکله مثبت نظر لري او حاضر دي، چې د افغانستان اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.د نوموړې په وينا، پر اسلامي امارت له بنديزونو سره سره افغانستان په ځينو برخو کې ښه پرمختګونه کړي، خو له بده مرغه نړيوالې رسنۍ په افغانستان کې د لاسته راوړنو د پيکه کولو هڅه کوي. راغلي پلاوي د افغانستان او ماليزيا ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا په موخه د دې ډول تګ راتګ پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل: دوی به د اسلامي امارت پيغام په پلازمېنه کوالالمپور کې خپلو لوړ پوړو مقاماتو ته ورسوي. همداراز د ماليزيا هيواد ياد پلاوي له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل په برخه کې هم د خپلې هراړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير، ياد پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال ماليزيا د افغانستان دوست هېواد ياد کړ او ويې ويل: هيله لري چې دا ډول ناستې به د کابل او کوالالمپور تر منځ د مثبتو او رغنده اړيکو سبب شي.د اسلامي امارت سياسي مرستيال، ماليزيا په اسلامي نړۍ کې د پرمختګ ښه بېلګه وبلله او زياته يې کړه: ياد هيواد د اسلامي امارت په بهرني سياست کې مهم او ځانګړی ځای لري.مولوي عبدالکبير څرګنده کړه، د افغانستان عيني شرايط او وضعيت د هغه څه خلاف دي چې غربي رسنۍ يې په هکله په خپلو راپورونو کې يادونه کوي ، ځکه ځينې کړۍ د افغانستان پرمختګ او ارامي نشي زغملي.

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت په افغانستان کې بشپړ امن حاکم کړي، له همدې امله  ماليزيايي پانګوالو ته په هېواد کې د پانګونې بلنه ورکوي، ترڅو د سوداګرۍ سربېره د دواړو هيوادونو ترمينځ د مثبتو اړيکو سبب هم شي.مولوي عبدالکبير په اقتصادي او سياسي برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې وويل، د سيمې په ګډون نړۍ له افغانستان څخه اندېښنه نه لري.

د دغې ليدنې په پای کې د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ماليزيا له مرستو او همکارۍ په مننې وويل، اسلامي امارت دا مهال له تېر حکومت څخه په ميراث له ورپاتې فقر سره مبارزه کوي څو د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راشي، خو په دې برخه کې د نړيوالو همکاريو ته هم اړتيا ليدل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button