مرکې

د ماسټرۍ ګډونوال ورځ تر بلې ډېريږي

شریعت :د ماسټرۍ د ستونزو او پرمختګونو په اړه مو د لوړو زده کړو وزارت، د مالي او حسابي برخې له رئیس عبدالباري خپلواک سره مرکه کړې او هغه راته پوره مالومات راکړي.

شریعت :د ماسټرۍ د ستونزو او پرمختګونو په اړه مو د لوړو زده کړو وزارت، د مالي او حسابي برخې له رئیس عبدالباري خپلواک سره مرکه کړې او هغه راته پوره مالومات راکړي.

پوښتنه: د ماسټرۍ د برنامو فیسونه مو څو سلنه راښکته کړي ؟

ځواب: پخوا په دولتي پوهنتونونو کې د فوق لیسانس برنامو د مالي او علمي موضوعاتو د تعین او تشخیص په موخه د مربوطه پوهنتون لخوا پیشنهادي طرحه ترتیب او د وزارت مقام ته د منظوري په موخه پیشنهاد کېده، چې له همدې امله په هر دولتي پوهنتون کې بېلا بېل فیسونه د مختلفو برنامو لپاره ټاکل شوي وو. لکه ۳۵زره،۴۰زره، ۴۵زره  څخه تر ۵۰زره پورې، چې یو منظم او واحد سیستم او لارښود د فوق لیسانس برنامو د فیس لپاره موجود نه و، چې له فتحې وروسته همدې تفاوت او د هېواد اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د لوړو زده کړو وزارت  د رهبري لزوم دید پر اساس یاد فیسونه بازنګري او د فوق لیسانس برنامو لپاره واحد او منظم طرزالعمل(د فوق لیسانس برنامو د عوایدو او مصارفو طرزالعمل) ترتیب او د لوړو زده کړو وزارت، د عالي شورا لخوا د ۱۴۰۰ هجري کال په خزاني سمستر کې منظور او په ټولو امارتي پوهنتونونو کې یو شان قابلیت د تطبیق لري او مساوي او واحد فیس چې د اجتماعي علومو لپاره ۲۰زره او طبیعي علومو لپاره ۲۵زره وټاکل شو.

پوښتنه: څومره پوهنتونونو کې مو ماسټرۍ جریان لري؟

 ځواب: په ۹ دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ برنامې جریان لري، چې کابل پوهنتون، پولي تخنیک، تعلیم او تربیه، افغان نړیوال، ننګرهار، بلخ، هرات، کندهار، د زراعتي علومو او ملي ټکنالوجي کې جریان لري؛ محصلین په زدکړو بوخت دي.

پوښتنه: دغه اوسني فیسونه د افغانستان له اوسني اقتصادي شرایطو سره څومره تطابق کوي؟

ځواب: دا چې د فوق لیسانس برنامې په غیر رسمي وخت کې وي او بعضې اضافي مصارف لري، لکه د استادانو حق الزحمه، برق او داسې نور مصارف، نو لازمه ده تر څو یو مقدار فیس د یادو مصارفو د جبران په موخه واخیستل شي، له همدې کبله د هیواد اوسني شرایط او اقتصادي وضعیت ته په کتو سره مناسب فیس یعنې ۲۰ زره او ۲۵زره افغانۍ ټاکل شوی دی.

پوښتنه: په دې تخفیف سره د ګډونوالو په شمېر کې کوم تغيیر راغلی که نه؟

ځواب: د فیس له راکمېدو او تخفیف څخه وروسته په دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ برنامو ګډونوال ورځ تر بلې زیاتېږي. همدې حقیقت او اړتيا ته په کتو سره د فوق لیسانس برنامو د ظرفیت لوړوالي او د بازار تقاضا ته په کتو سره ۱۳ تعداده ماسټرۍ برنامې په مختلفو پوهنتونونو او څانګو کې د لوړو زدکړو وزارت لخوا منظور او د ایجاد لپاره له اړونده اصولو سره سم طی مراحل یې جریان لري.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button