
د مادي اړخ تر څنګ معنوي روزنې ته هم جدي پاملرنه په کار ده !
ښکاره ده چې انسان د خپل فطرت پربنا عموماً په ړومبي سر کې د خپل ژوند پر مادي اړخ ډېر تمرکز کوي او زیار باسي چې تر خپله وسه زر تر زره مادي اړتیاوې پوره او خپلې ستونزې اوارې کړي، همدا تګلاره بیا د لویو ټولنو، هېوادونو، تحریکونو او ملتونو هم ده، د مثال په توګه څرنګه چې افغان ولس د تېرو څه باندې څلورو لسیزو په موده کې خورا ډېر وځپل شو، وکړېد، محتاج او بېوزله شو او د نړيوالو زښته ډېرې جفاوې یې وليدلې،نو اوس چې د څښتن تعالی د فضل او لورينې له مخې د جګړو ،مصیبتونو او ناخوالو دوران تېر او د خپلواکۍ، امنیت،کرارۍ، پرمختګ، بسیاینې او سوکالۍ جذبې او تلوسې څپاندې شوې او هر وګړی په همدې هڅه هاند کې دی چې په څه ډول زر تر زره ځان له اوسني احتیاجه خلاص او له سیالانو سره سیال شي که څه هم زموږ اوسنیو شرایطو او حالاتو ته په کتو دا واقعاً یو ډېر ښه او ګټور احساس دی او یقینا ًزموږ ټولو مکلفیت او ذمه واري هم ده چې خپل هېواد او ملت بسیا، د اغیارو له احتیاجه خلاص او له دفاعي پلوه هم ځان کاملاً خوندي او د هر ډول تېرې او یرغل پر وړاندې د مقابلې او دفع وړتیا ځان کې پیدا کړي،خو تر څنګ يې دا اندېښنه هم پرځای ده،چې هسې نه موږ هم د ځينو نورو قومونو په شان یو مخ د ماده پرستۍ خواته لاړ نه شو.د وسایلو له پلوه انتهایي ډېر پرمختللي،بسیا او سوکاله دي،خو دا چې معنویات يې نه دي پاللي،نو فردي او ټولنیز ژوند يې له بې درکه ډېرو اخلاقي ستونزو سره مخ، ژوند يې بې خونده او پیکه ، پرېشانۍ او غمونه يې ښه ډېر او ټولنیزې ناخوالۍ يې بې شمېره دي. پر دې اساس دا وخت د اسلامي امارت مسؤلينو او زموږ ټولو دیني قیادت ته لازمه ده،چې د نورو رسمي چارو او حکومتي ذمه واريو ترڅنګ د سرکاري او عوامي ټولنو اخلاقي او دیني روزنې اړخ ته هم پوره پوره متوجه اوسي. ځکه ښايي موږ ټول په دې باوري اوسو، چې د مجاهدينو، ديني علماؤ او طالبانو د بري اصلي راز او سرچينه په معنوي کمال کې وه،ځکه له دښمن سره زموږ د ظاهري اسبابو او وسایلو موجوديت خو اصلاً د پرتلې وړ نه و او تردې وروسته هم ډېره بعیده ښکاري،چې په مادي ډګر کې هم موږ د اغیارو تر کچې ورسېږو، له همدې امله ثابته شوه چې زموږ لپاره ایمان او معنوي روزنه هغه یوازنۍ شتمني ده چې دښمن مو کاملاً ترې محروم او د اسلام له لارې پرته يې بل هېڅ نه شي ترلاسه کولای. لنډه دا چې راځئ دغه پانګه په ښه ډول وساتو ،وپالو او خپل ځانونه او عام ولسونه ښه بشپړ پرې سمبال کړو، دا کړنلاره هم د دنیوي سوکالۍ ضمانت کوي او هم په آخرت کې د وروستۍ او بريا سبب کېدای شي.