دینی لیکنې

د لوی اختر د قربانۍ څاروي باید کومې ځانګړتیاوې ولري؟

د هجري قمري کال د ذوالحجې لسمه، یوولسمه او دوولسمه د نېکمرغه لوی اختر ورځې دي چې په دریو ورځو کې مسلمانان د نورو خوښیو ترڅنګ څاروي حلالوي چې دې ته قرباني ویل کېږي او د قربانۍ فلسفه له حضرت ابراهیم خلیل الله څخه را پیلېږي او زموږ تر زمانې رارسېږي کله چې الله پاک ابراهیم خلیل الله  د خپل زوی اسمعیل ذ بیح الله په قربانۍ مامورکړ، نو دا ډېرلوی ازمویښت و،خو ابراهیم خلیل الله بریالی ترې را ووت ځکه چې خپل زوی یې د ذبحې ځای ته يووړ او چاړه یې پرې را کش کړه، خو چاړې دا توان پیدا نه کړ، چې د اسمعیل ذبیح الله مرۍ يا غاړې ته زیان ورسوي. ابراهیم خلیل الله بیا چاړه کش پرې راکش کړه خو دا ځل هغه پسه چې له جنت څخه را استول شوی و قرباني شو، چې دغه روایت له هماغې زمانې بیا ترننه پورې په مسلمه امت د واجب حکم لري، خو دا چې ابراهیم خلیل الله پسه قرباني کړ، نو د روایت له مخې اوس موږ ته د کومو څارویو قرباني کول روا دي ؟ په شريعت کې د قربانۍ څاروي په دوه ډوله دي؛ کوچني څاروي لکه وزه او پسه د يوه کس له لوري قرباني کېداى شي او دوهم کس په هغه د شراکت حق نه لري خو لوی څاروي لکه غوا، غوايى، ګامېښه، اوښه او اوښ د اوو کسانو له لوري قرباني کېداى شي او غوښه یې ترهرڅه پورې په اوو برخو وېشل کېږي له دې پرته نور څاروي لکه غرني حلال حیوانات، چرګ يا چرګه نه قرباني کېږي پورتني حیوانات بیا د عمر په لحاظه هم شرعي حکم لري غوا او ګامېښه بايد دوه کلن وي، اوښه او اوښ بايد پنځه کلن وي، وزه اوپسه بايد يوکلن وي. که د پورتنيو حيواناتو عمر له خپلې اندازې کم وي قرباني کول يې روا نه دي. که ورى يا ورۍ دومره تيارشوي وي،چې په ونه او وزن کې له يو کلن سره برابر وي او له یو کلنو سره یې په رمه کې فرق ونه شي نو بيا پرې قرباني کېداى شي.

که څوک د قربانۍ لپاره څاروى اخلي او د قربانۍ پلورنکى ووايي، چې د دغه څاروي عمر پوره دى او څاروى هم له څېرې څخه په عمر پوره ښکارېده، د پلورونکي په خوله يقين کول روا دي، خو د څاروي په انتخاب کې له هرڅه لومړی دا شرط تر ټولو مهم دی چې د قربانۍ څاروی به روغ او جوړ وي، هغه به جسماً کوم داسې عیب نلري چې په ظاهري ډول یې پر بدن کې  له ورایه ولیدل شي لکه په کومه سترګه ړوند په کوم اندام معیوب او یا دومره ډنګر، چې غوښه یې د خوراک نه وي. د قرباني لپاره که ځانګړی وي یا په اوو کسانو شریک د هغه څاروي ټاکل له ټولوغوره دي چې ښه چاغ او په څلورو اندامونو روغ وي د قربانۍ له څاروي سره باید له ذبحې وړاندې ښه سلوک وشي هغه ته اوبه او خواړه ورکړل شي او د دې لپاره چې قرباني کېږي باید وږی تږی ونه ساتل شي، چې دغه عمل مکروه دی . د قربانۍ څاروی د حلالولو ځاى ته په ډېرسختۍ هم باید کش نه شي چې دا هم مکروه عمل دی، بايد په ښه نرمۍ سره د حلالولو ځاى ته ورسول شي، چاړه ښه ورته تېره شي ځکه په پڅه چاړه هم حلاله مکروه ده.قرباني اصول او آداب هم لري، په حديث شريف کې راځي : يوه کس څاروى را چپه کړى و، بيا يې چاړه تېره کوله، رسول الله صلى الله عليه وسلم چې وليد ورته ويې ويل تاسو څاروى څو ځله وژنئ؟ منا دا چې د ذبحې لپاره څاروي په دې پوهېږي چې چاړه زما لپاره تېره کېږي، نوځکه چاړه باید داسې ځای تېره شي چې څاروی یې ونه ګوري، همدارنګه د يوه څاروي حلالول د بل په وړاندې هم مکروه دي  کله چې د قربانۍ مال ذبحه شو، نو يو څه وخت ورته وګوري چې بدن يې ښه سوړ شي بیا یې پوست کړئ، د حضرت محمد (ص) سنت دی چې کله مو قرباني وکړه نو غوښه یې دری ځایه کړئ، یو برخه د خپلې کورنۍ لپاره جلا کړي، دوهمه برخه خپلو او خپلوانو ووېشئ، درېیمه برخه په بې وزلو کسانو ته ورکړئ چې پربېوزلو د غوښې وېشل د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ او دوستي احساس او روحیه را ژوندۍ کوي، د قربانۍ د فضيلت په اړه حضرت عايشه رضي الله عنها د جناب رسول الله مبارک څخه روایت لري وایې چې د قربانۍ په ورځ کې الله  تبارک تعالی ته له قربانۍ زيات بل کارخوښ نه وي، په دې ورځ دغه نېک کارله هر بل څخه غوره وي، د قربانۍ څاروى به د قيامت په ورځ د ښکرو، وېښتانو او ښنګرو سره يو ځاى ژوندى راشي او د قرباني کونکي په ښېګڼه به شاهدي ورکړي.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button