
ټولنه او کلتور
د لوګر ښوونځیو ته د درسي کتابونو وېش پیل شو
د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو پر ۲۷۵ ښوونځیو د ښوونیز نصاب د نویو چاپ شویو درسي کتابونو د وېش بهیر پیل شو. د یاد بهیر د پرانیستنې په مراسمو کې د پوهنې سرپرست او تدریسي مرستیال عبیدالله هشام او د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست استازو ګډون کړی وو. دا بهیر د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست په لارښوونه پیل شو، چې د شاوخوا یوې اوونۍ په موده کې به ټولو ښوونځیو ته ورسول شي. د پوهنې وزارت له خوا لوګر ته ۲ لکه ، ۳ زره او ۸۱۹ ټوکه د ښوونیز نصاب کتابونه لېږل شوي، چې پر ۲۷۵ ښوونځیو به ووېشل شي. په نوموړو کتابونو کې له لومړي تر لسم ټولګي په پښتو او دري ژبو د بېلا بېلو مضمونونو نوي چاپ شوي کتابونه شامل دي، چې په وېش سره به یې تر ډېره د زده کوونکو د درسي کتابونو د کمښت ستونزه هواره شي.