اقتصاد

د لوګر له کانونو ۱۲۵ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي

د لوګر د کانونو او پټروليم رياست مسئولينو ويلي: په ۱۴۰۱ کال کې يې ۱۲۵ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي، چې  د کال تر پايه به څه باندې ۱۸۰ ميليونو افغانيو ته ورسېږي. د دغو مسئولينو په خبره، د اسلامي امارت له راتګ وروسته په قانوني توګه د پنځو کانونو قراردادونه شوي، د نفرايت څلور کانونه هم اعلان ته سپارل شوي، چې په نږدې ورځو کې به يې چارې پيل شي او اوس د کرومايټو دوو کانونو د کيندنې چارې روانې دي. مسئولين مني، چې د روان کال په لړ کې د ياد ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ۴۰ نورو کانونو د سروې او اکتشاف پروسې بشپړې شوې او پاتې چارې يې په کانونو او پټروليم وزارت کې تر کار لاندې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button