ټولنه او کلتور

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست:هڅه کوو، د نجونو د پوهنتونو ستونزې ته د شریعت په رڼا کې حل لاره پیدا کړو

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یوناما له سرپرست مارکس پوتزل او مسؤلینو سره د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د همکاریو په موخه وکتل.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یوناما له سرپرست مارکس پوتزل او مسؤلینو سره د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د همکاریو په موخه وکتل.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وویل چې د لوړو زده کړو وزارت په زده کړیز چوکاټ کې د افغانانو حقوقو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په خوندیتوب سره دهېوادوالو د پرمختګ او ښه والي لپاره کار وکړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت مخالفین د لوړو زده کړو په اډانه او په ټوله کې په نظام کې د اسلامي   اموراتو په پلي کېدو نیوکه کوي او خپلو ناوړه موخو ترسراوي لپاره ترې د استدلال په توګه ګټه اخلي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په ټینګار سره وویل چې افغانستان ته د افغانانو په قربانیو یو خپلواک اسلامي نظام راغلی او د اسلامي اساساتو پر خلاف به د هېچا غوښتنې د فشار په ډول ونه مني.

سرچینې د افغانستان لپاره د یوناما سرپرست ته ډاډ ورکړ، چې د ښځو د زده کړو بندېدو پرېکړه دایمي نه ده، بلکه د خارجي عواملو له کبله د لنډې مودې لپاره ځنډېدلې ده او اسلامي امارت هڅه کوي دغه ستونزې ته د شریعت په رڼا کې حل لاره پیدا کړي.

د افغانستان لپاره د یوناما سرپرست په دغه کتنه کې وویل چې لوړې زده کړې د هر هېواد په اقتصادي وضیعت مستقیم اغېز لري.

 دغه راز نوموړي د افغانستان د لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه  او د ښځينه وو د زده کړو په اړه یې خپله طرحه د لوړ وزده کړو له سرپرست وزیر سره شریکه کړه.

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست تر دې وړاندې د مصر، لیبا، سوډان او فلسطین د دینې عالمانو له پلاوي سره کتنه درلوده او د نورو موضوعاتو تر څنګ يې د افغانستان د تحصیلي نظام په تړاو بحث  او مفصلې خبرې کړې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button