ټولنه او کلتور

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد له شارژدافیر سره وکتل

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا‌ء محمد ندیم په افغانستان کې د ترکیې سرپرست سفیر او شارژدافیر جنک اونال او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او کلتوري اړیکو په پاللو ټینګار وکړ او د افغانستان او ترکیې ترمنځ یې پر ځینو ګډو تحصیلي موضوعاتو خبرې وکړې.

  د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا‌ء محمد ندیم په افغانستان کې د ترکیې سرپرست سفیر او شارژدافیر جنک اونال او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او کلتوري اړیکو په پاللو ټینګار وکړ او د افغانستان او ترکیې ترمنځ یې پر ځینو ګډو تحصیلي موضوعاتو خبرې وکړې. دغه راز سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ښو اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو هم بحث وکړاو د لوړو زده کړو په برخه کې يې ځینې وړاندیزونه له شارژدافیر سره شریک کړل. ورپسې په افغانستان کې د ترکیې سرپرست سفیر او شارژدافیر، د افغانستان او ترکیې د اکاډمیکو اړیکو پر مخینه خبرې وکړې او د افغانستان له تحصیلي نظام سره یې د بنسټیزو کارونو اړوند د همکارۍ ډاډ ورکړ.د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو پر غوره تحصیلي اړیکو او علمي تجربو شریکولو خبرې وکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button