سیاست او دولت

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر: نړیوال دې له افغانستان سره په علمي ډګر کې هوکړې لاسلیک کړي

 د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم د فدراتیف روسیې د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو دویمې نړیوالې ناستې ته په خبرو کې له غړو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره په عملي ډګر کې د ګډو همکاریو هوکړې لاسلیک کړي. ښاغلي ندیم ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هېواد د سیاسي، اقتصادي او نورو برخو تر څنګ په تحصیلي ډګر کې هم د پام وړ پرمختګ کړی. نوموړي ویلي چې افغان حکومت په ښوونیز بهیر کې له سیمې او نړۍ سره سیالۍ ته ژمن دی.

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وړاندې ویلي چې افغانستان تل د نورو هېوادنو له لوري تر یرغلونو لاندې راغلی دی. ښاغلي ندیم زیاته کړې چې افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او له نورو هېوادونو هم د ورته چنلد هیله لري. د ویلو ده چې د فدراتیف روسیې د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو نړیواله غونډه هرکال په تاتارستان کې جوړیږي چې ۴۲ هېوادونه یې غړیتوب لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button