ټولنه او کلتور

د لويې پکتيا مشران: حکومت دې په دې ولايت کې رغنيزې پروژې پيل کړي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د تېرې پنجشنبه په ورځ د کابل او لوګر ولايتونو په ګډون د لويې پکتيا يو شمېر قومي مخورو او علمای کرامو سره وليدل.

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د تېرې پنجشنبه په ورځ د کابل او لوګر ولايتونو په ګډون د لويې پکتيا يو شمېر قومي مخورو او علمای کرامو سره وليدل.په دې کتنه کې، چې د ولس او اسلامي امارت ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا په موخه ترسره شوه، يادو قومي مخورو او علمای کرامو وويل:  دوی د اسلامي نظام ملاتړي دي او ورسره هر راز همکارۍ ته بشپړ چمتوالي لري.دغو قومي مشرانو د لويې پکتيا په اړوندو سيمو کې د رغنيزو پروژو د پيل تر څنګ له حکومت څخه وغوښتل چې د دې ولايتونو اوسېدونکو ته د ځمکو د شرعي اسنادو وېش پيل کړي او کورنيو بېځايه شويو ته د سرپناه برابرولو کې همکاري وکړي.  يادو قومي مشرانو او مخورو د رياست الوزراء سياسي مرستيال ته ډاډ ورکړ، چې هېڅکله به هم د مخربو عناصرو هڅې بريالۍ نشي او د هغو کسانو د هڅو شنډولو غوښتنه يې هم وکړه ،چې د ملت او حکومت ترمنځ د واټن رامنځته کولو هڅې کوي. د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د لويې پکتيا، کابل او لوګر علماوو او مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه، اوسنی اسلامي نظام يوازې په حکومت کې د مسئولو کسانو نه، بلکې د ټول افغان ملت ګډ ټغر دی.د رياست الوزراء سياسي مرستيال وويل: اسلامي امارت د ديني اصولو په رڼا کې د ټولو وګړو حقونو ته رسيدګي خپل مسئوليت بولي او د لويې پکتيا، کابل او لوګر د ولسونو پر وړانديزونو به هم غور او اجراءات وشي.مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو پای کې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت په هره کچه د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب وايي او له قومي مشرانو او مخورو سره د دغو کتنو موخه د همدې ارتباطاتو پياوړي کول دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button