
د لومړیتوبونو په ټاکنه کې له پوهو شخصیتونو سره مشوره اړینه ده
له دې حقیقته باید هیڅکله سترګې پټې نه شي چې په هېواد کې د اسلامی نظام د قیام لپاره ډېره اوږده مبارزه شوې او خورا اوږد واټن راوهل شوی دی.
له دې حقیقته باید هیڅکله سترګې پټې نه شي چې په هېواد کې د اسلامی نظام د قیام لپاره ډېره اوږده مبارزه شوې او خورا اوږد واټن راوهل شوی دی. ددې اوږده واټن هر قدم پرمختګ دسل ګونو مؤمنو ککریو په بیه تمام شوی او د یو لوی کاروان په بدرګه تردې ځایه رارسېدلی. دغه راز دې ته مو هم باید پام وي چې هم تر فتحې مخکې او هم ترې وروسته په دې ټوله جهادي مرحله او د مګړۍ د نظام په ساتنه او دفاع کې زموږ یوازنی مهم ځواک فقط هماغه ایماني جذبه، دالهی رضالټون او خپلواکۍ ساتنې روحیه وه او ده. ځکه ښکاره ده چې د هېواد له دیني قیادت سره فقط د دین پالنې او خپلواکۍ ساتنې شعارؤ، نه کوم بل مالي یا سیاسي قوت او ملاتړ. یوازې همدغې نارې د افغان ولس له منځه لکونه ځوانان له همدغه جهادي کاروان سره مله کړل او لکونو نورو یې بېلابېلو برخو کې ننګه وکړه. تر دې چې همدا اوس مهال بیا هم همدغه فکر او روحیه ده چې د حکومت په ساتنه، نظم، امانت ساتنه او بیت المال په سمبالښت کې مهم رول لري، د ګڼو فسادونو مخه یې نیولې، اطاعت یې رامنځ ته کړی او تر ډېره یې په مالي ادارو کې خورا ښه شفافیت ځلولی. مطلب دا چې د موجوده نظام په قیام کې همدغه سپېځلې روحیه او لوړ ارمانونه زموږ د ځواک اصلي سرچینې او دغه ملاتړي اشخاص یوازې د خپلو هماغو ارمانونو د تحقق لپاره ډول ډول قربانیو ته چمتو شوي او پر دغه
تګلاره یې قناعت کړی دی. له بلې خوا ديني اصول، فروع او د نظام اولیات او ثانویات هم هیڅکله نه د چا د ټیکدارۍ پر قباله دي، نه له چاپټ دي او نه به څوک ادلون بدلون پکې وکړی شی. لنډه داچې که د یو رښتیني، واقعی او منطقی دلیل پرمټ ملګرو مبارزینوته پوره قناعت ورنه کړئ نو د زور اوزر په کارولو به هیڅکله دا موخه ترلاسه نه کړی شي او باید د زور او زز د مالکانو انجام هیڅکله له یاده هم ونه وېستل شي. په دې اساس لازمه ده چې مشران دغو ټکوته په جدي ډول متوجه او په اړه یې هیڅکله بې پروایي ونه کړي. موږ ټول باید ومنو چې د نظام د ساتنې او بقا لپاره د اصولو، اسیاسیاتو او ترجیحاتو ټاکنه او له فروعاتو او جزییاتو یې را ړومبي کول حتماً اړین دي. خو د لومړیتوبونو په ټاکنه کې له پوهو او تجربه کارو شخصیتونو سره مشوره هم ضروري ده. ځکه معلومه ده چې که څوک یوازې په خپله ځاني رأیه فرعي مسایلوته لومړیتوب ورکوي نو هیڅکله به د خپلو مبارزو ملګرو چې کلونه کلونه یې په دې لار کې قربانۍ ورکړې، اتفاق او ملګرتیا ترلاسه نه کړی شي بلکې لا یو ژور اختلاف به هم منځ ته راوړي. بناءً مشرانوته لازمه ده چې تر هرڅه ړومبی د نړۍ د موجوده وضعیت هر اړخیزه کتنه وکړي، د دښمن ځواک، فریب او تکتیک ښه په غور و ارزوي او د خپل استعداد پوره پوره جاج واخلي. همدارنګه هڅه باید وشي چې له اختلافی اقداماتو او پرېکړو په کلکه ډډه وشي ځکه ښایي دښمن د خپلو استخباراتي او مالي وسایلو پرمټ همدغه جزئي اختلافات دومره وپړ سوي چې لږترلږه پر نظام د خلکو باور یو مخ له منځه ولاړ شي. د همدغسې ناوړه عواقبو د مخنیوي لپاره ډېره ضروري ده چې د مشرتابه ترڅنګ یوه داسې مخلصه، بادرکه او با صلاحیته شوری فعاله وي چې د مهمو موضوعاتو په اړه هره پړیکړه د هغې تر کره کتنې وروسته اعلانیږي. همدغه شوری به لومړیتوبونه په ګوته کوي او اصول او فروع به سره بېلوي. د دغسې یوې شوری وجود ځکه اوس اړین دي چې د دې زمانې اهل هیڅکله د خیرالقرون د خلکو په شان نه شي کېدلی. اوسني خلک په هر حکم کې دلیل او قناعت خامخا غواړي او پرته له معقول دلیله کله هم د چا امرته غاړه نه ږدي. په دې معنا چې اوس د دیندارو اشخاصو دغه حال دی، د نورو حال خو هسې د ویلو نه دی نو راځئ خپل ملت او ټول امت مه ناهیلی کوئ، لومړیتوبونه وپېژنئ، اولیات له ثانویاتو مه شاته کوئ او اصول له فروعومه ځاروئ.