سرلیکنې

د لوبو په اړه معتدل اوسېدل په کار دي

ښکاره ده چې د نړۍ پرمخ اوسېدونکی هر قوم او ملت له دیني او مذهبي احکامو او رسومو ورهاخوا د ژوند بېلابېلو ډګرونو کې جلا جلا طریقې لري چې ورزش، لوبې او بیا په دې باب له نورو سره سیالۍ او مسابقې هم د همدغو ژوندینو فعالیتونو له جملې یو څه دي.

ښکاره ده چې د نړۍ پرمخ اوسېدونکی هر قوم او ملت له دیني او مذهبي احکامو او رسومو ورهاخوا د ژوند بېلابېلو ډګرونو کې جلا جلا طریقې لري چې ورزش، لوبې او بیا په دې باب له نورو سره سیالۍ او مسابقې هم د همدغو ژوندینو فعالیتونو له جملې یو څه دي. مطلب دا چې انساني ژوند ګڼ اړخونه لري، نو ښه داده چې د هر اړخ او کړنې په هکله له پوره عقلانیت او اعتداله کار واخیستل شي. څو وکړی شي ګټې یې راجلب او له زیانونو یې ځان وژغوري، نو څرنګه چې لوبې هم فقط د ورزش او یا زیات نه زیات د بې روزګاره ځوانانو د بوختولو او یا نړۍ سره د اړیکو جوړولو ترحده وزن او اهمیت لري. بنا پر دې هیچا ته نه ښايي چې په هکله یې بې تولې، افراطي او نا معقول دریځ غوره کړي. د مثال په ډول هغه ټول ځوانان تهدید او وغندل شي څوک چې د لوبو ډېر شوقیان او همېشه پکې فعال وي، یا هغوی د بې  دینۍ او بې احساسۍ په نامه ورټل شي- همدارنګه بل لورته خپله د لوبو د ډګر فعالین او منتظمین هم باید وپوهیږي چې لوبه په هر صورت بیا هم لوبه ده. معنا که چېرې یې سیالي وګټل شوه داسې نه ده چې بیا نو هېواد اسمان ته وخوت، د نړۍ لوی ځواک او وګړو یې هر  اړخیزه بریا او سوکالي تر لاسه کړه، ځکه ټول ښه پوهیږي چې که فرضاً هر افغان د ورزش او لوبو ټولو مختلفو ډولونو کې همېشه اتلان، ګټیالي او هر وخت تر ټولو هماغه ستر مډالونه او جامونه  تر لاسه کړي بیا به هم زموږ همدا بې وزلي او په اقتصادي، نظامي، تعلیمي او سیاسي ډګرونو کې همدا کمزوري را باندې حاکمه وي او همداسې که د ورزش او لوبو له پلوه هیڅکله نړۍ سره کومه سیالي ونه لرو بیا هم که موږ کار او زیار ته ملاتړي او هڅاند اوه سو نو حتماً مو هېواد پرمختګ کولی او سوکالي ترلاسه کولی شو. مقصد دا چې زموږ هر وګړی باید وپوهیږي چې که د لوبو میدان کې څه اقتصادي یا بدني ګټه نه شي تر لاسه کولی نو هیڅکله دې خپل وختونه پکې نه ضایع کوي. دغه راز نندارچیان خو یې ځکه ښکاره په تاوان کې دي چې نه ورزش کوي او نه کومه بله ګټه تر لاسه کولی شي. البته تر ټولو زیات تاواني بیا هغه کسان دي چې د لوبو خبرونو اورېدو لپاره ان لمونځ، جومات او خپلې ډېرې ضروري چارې هم ترې پاتې وي- همدا هغه افراط دی چې د لوبو مینه وال پکې راګیردي او د همدغه افراط له کبله یې مخالفین هم افراط ته اړوېستل کیږي- په دې اساس نو د لوبو دولتي او نا دولتي منتظمینو ته په کار ده چې د لویو سیالیو پر مهال خامخا خپلو اساسي مکلفیتونو ته حتماً متوجه اوسي، لکه د لمانځه انتظام، امنیتي تدابیر او نور. بله ضروري خبره داده چې باید خلکو ته دا شعور هم ورکړل شي چې د ګټات او بایلات په مواقعو کې له معقوله بریده بهرونه وځي، مثلاً داسې نه چې د بریا پر وخت هوايي ډزې او سازو سورڼي پیل کړي او بایلات کې بیا ژاړي او تندي وهي، اسلام د اعتدال دین دی نو راځئ تل معتدل اوسو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button