روغتیاګزارش

د لاسونو د پاکوالي ورځ ولمانځل شوه

 هيواد : د عامې روغتيا وزارت له لوري د لاسونو د پاکوالي نړيوالې ورځې په مناسبت «پاک لاسونه ژوند ژغوري» تر شعار لاندې ولمانځله.دا چې انسان ته ډېر ځله زيات مرضونه د خولې له لارې وجود ته سرايت کوي، نو په همدې اساس لاسونه بيا په دې کې له ټولو زيات کار کوي، نو لاسونه وينځل د  روغتيا ساتلو په برخه کې حياتي رول لري.

 هيواد : د عامې روغتيا وزارت له لوري د لاسونو د پاکوالي نړيوالې ورځې په مناسبت «پاک لاسونه ژوند ژغوري» تر شعار لاندې ولمانځله.دا چې انسان ته ډېر ځله زيات مرضونه د خولې له لارې وجود ته سرايت کوي، نو په همدې اساس لاسونه بيا په دې کې له ټولو زيات کار کوي، نو لاسونه وينځل د  روغتيا ساتلو په برخه کې حياتي رول لري. د معالجوي طب رئيس ډاکټر سيال پاڅون وويل: د لاسونو مينځل انتاني، عضوي، د خاورو او نورو مرضونو خطر کموي، چې موږ کولاي شو د لاسونو مينځلو سره د ډېرو ناروغيو مخنيوی وکړو.پاڅون زياته کړه: د لاسونو مينځل د نس ناستي ناروغي ۳۰ سلنه او  تنفسي ناروغۍ ۲۰ سلنه کموي.نوموړي وويل: د لاسونو مينځل د مختلفو امراضو لکه کولرا، ايبولا، هيپټاټيس او کويډ ۱۹ مرضونو په مخنيوي کې مهم رول لري، نو لاسونه وينځل د قوي او سالم پاتې کېدو په مانا دي، چې په دې اړه بايد عامه پوهاوي وشي. د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدماتو وړاندې کوونکي مولوي عبدالولي حقاني وويل: له شک پرته روغتيا د ټولنې د هر وګړي مسلم حق دي چې بايد تر لاسه يې کړي، چې د تر لاسه کولو لپاره يې د خپل ځان، چاپېريال او د ټولنې  ګډې هڅې اړيني دي.نوموړي وويل: د ساري ناروغيو د مخنيوي لپاره بايد له خوراکه مخکې او وروسته او د نورو اړينو کارونو له تر سره کولو وروسته بايد لاسونه ومينځل شي. حقاني زياته کړه: لاسونه مينځل د زده کوونکو په ښوونځيوکې غير حاضري کموي او د هغوي د علمي فعاليتونو او ښوونې او روزنې لامل ګرځي. څېړنو ښودلې چې د لاسونو مينځلو ۲۴ سلنه د ناس ناستي او ۲۴ سلنه د سينه او بغل پيښې کمې کړې دي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنيوي لامل ګرځي. د حقاني په وينا: لاس مينځل بېلا بېلې ګټې هم لري چې يوه يې اقتصاي ده، که چېرته نظافت مراعات شي، نو انسان به ناروغ نه شي او خپلې پيسې به د ډاکټر په فيس او د موټر په کرايه ونه لګوي او په خپله پاکوالي د يوې ټولنې د عالي فرهنګ ښکارندويي کوي. ده وويل: له ټولو کورني غوښتنه کوو چې د لاسونو مينځلو په باب له موږ سره مرسته وکړي.د روغتيا نړيوال سازمان استازي ډاکټر جار احمد زيار وويل: موږ ته لاسونه مينځل اړين نه ښکاري؛ خو دومره اړين دي چې ويل کېږي  ۸۰ سلنه د ميکروبونو مخه نيسي ، د انسان ژوند ژغوري او د روغتيا سبب يې ګرځي.د زيار په وينا: د لاسونو مينځل اړين دي او په خپله د ميکروبونو د انتقال مخه ونيسي، که د لاسونو مينځلو دود رواج نه کړو، له لوي بحران سره به مخامخ شو، نود دې لپاره په ګډه کار کول په کار دي چې بايد په ګډه ورته کار وکړو، تر څو د ميکروبونو د لېږد مخه ونيسو.

زيارمل هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button