
د لارو او دروازو تړل د هېڅ لوري په ګټه نه دي!
څو ورځې وړاندې د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ تورخم دروازې ته څېرمه د يوې پوستې د ترميم په سر نښته رامنځته شوه، چې بيا وروسته پاکستاني لوري تورخم دروازه د هر ډول تګ راتک پر مخ وتړله.
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې د پاکستاني لوري له خوا د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل ګڼل شوی.
په اعلامیه کې دغه راز راغلي، چې ددغې لارې تړل د دواړو هیوادونو او سیمې سوداګري اغېزمنولی او د دواړو غاړو عام سوداګر له تجارتي او مالي زیان سره مخ کولای شي.
رښتيا هم د لارو او دروازو تړل د دواړو خواوو په زيان دي او نه يوازې دا چې ستونزې نشي حل کولی، بلکې د نورو ستونزو او مشکلاتو د ايجاد لامل ګرځي.
د پولې دواړو غاړو ته د پرتو خلکو ترمنځ ديني، کلتوري او تجارتي ژورې اړيکې شتون لري او د دواړو هېوادونو حکومتونو ته پکار دي، چې د خلکو ستونزو ته رسيدګي وکړي او اسانتياوې رامنځته کړي، نه داچې داسې پاليسۍ او ستراتيژۍ انتخاب کړي چې له امله يې لا نورې ستونزې او ننګونې هم ايجاد شي.
په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو تجارت بايد هېڅکله سياسي نشي، ځکه دواړه هيوادونه يو بل ته اړتيا لري، افغانستان د خپلې اړتیا وړ خوراکي او خام مواد له پاکستانه واردوي، افغانستان منځنۍ اسيا ته د پاکستان د وصل يوازينۍ لاره ده او دغه راز نړۍ او پاکستان ته زموږ د صادراتو لپاره هم مهمه لاره ده، نو پکار ده چې په لارو او دروازو کې دواړه حکومتونه اسانتياوې برابرې کړي.
که احياناً په سياسي او نظامي برخو کې ستونزې او ننګونې رامنځته کېږي، دواړه خواوې باید له ډيپلوماټيکو لارو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.