مقالې او تبصرې

د كب لسمې درېيمه كاليزه مو مبارك شه !!

درې كاله وړاندې زموږ پر گران هېواد او درانه ولس د صليبي اشغال د پای تقريباً تر ټولو بدې او ترخې شپې ورځې همدا د كب له لسمې وړاندې وې او دا ځكه چې تر دې ورځو د يرغلگرو او گوډاگيانو يې نورې ټولې هيلې، موخې او ورته د رسېدو په لاره كې يې ډېرې ككرې هم ورسره خاورې شوې وې او د يرغل پر ماتې نور پر نيمه لاره-نيم-نيم ژوانده-ستړي وجود ترې ناهيلې هم و، نو يواځي دا چې غچ يې له گران ولسه واخلي، د زړه بړاس همدلته كم كړي او پرې د دغو شپو ورځو ترخولو يې كه څه هم د څو شپو او شېبو په شمار وي؛ د حتمي راتلونكې او دغې سولې، ازادۍ، خپلواكۍ او د اسلامي نظام سيوري ته دمې او پرمختگونو چې اوس ترې برخمن يو او پكې مخ پر وړاندې ځو؛ مخه ډب كړي. د دې ټول توان يې پر مرموزو وژنو، بمباريو، شپنيو چاپو، د درنو وسلو بريدونو، برمته كولو، ټول وژنو، ويجاړيو، د كدرونو له منځه وړلو-له هېواده تېښتې ته اړكولو، د سولې مخنيوي او د مذاكراتو سبوتاژ كې را ټول او پرې متمركز و چې كه پكې تر بليكواټر او سې ای اې پورې د وحشت هر تخنيك او تكتيك وكارېد؛ تاو يې هم تر هر بېوزله افغان پورې ورسېد، خو بس پر ولس په دې تمه دغه ورځې تېرېدې چې نن يا سبا يې له دوحې د پای ته رسېدو، د اشغال بشپړې ماتې، رښتونې ازادۍ او خپلواكۍ او د اسلامي او رښتوني افغاني نظام راتلو زېری راځي، نو ځكه يې زړه هم ورته نيولی او تن يې ور كړی و چې په همدې كې پرې كب لسمې ته ورسېد او دغې ورځې يې هماغه په تور تمونو كې تمه پر يو ملموس او محسوس حقيقت او واقعيت وپوښله. د دغې تاريخي ورځې چې د پيل له ازادۍ، خپلواكۍ او اسلامي نظامه تر اوسنيو او تر اوږدې مودې راتلونكو پرمختگونو او لاسته راوړنو ټولو پېلامه او دا ټول يې مرهون منت دي؛ نن درېيمه كاليزه په داسې فضاء كې لمانځو چې هغه مهال مو ليدلي او تازه ټپونه او دردونه تر ډېره دوا شوي او لا هم د مداوا په حال كې دي چې له نېكې مرغې د دې ټولو ابتكار هم د هېواد او ولس د مسئول نظام په توگه اسلامي امارت په لاس كې دی او له بشپړ باور سره د مهمو او لازمو لازياتو نوښتونو او پرمختگونو تمې هم ورپورې غوټه دي.

د كب لسمه د اسلامي امارت د بنسټگر مرحوم لوی ملاصاحب رحمه الله يرغلگرې صليبي نړۍ ته د غرور له نېلۍ د راښكته كېدو د وړانديز كړې فارمولې او د نه منلو په صورت كې يې بيا ورته ټاكلي ضرب الأجل گډ ښمر دی چې پر ياد ضرب الأجل يرغلگرو پر هماغه فارموله عمل كولو ته تن وركړ، له اسلامي امارت سره د خبرو مېز ته كېناستل او په ښكاره همدغه د خارق العادة او له تمې لوړو څرگندو او حتمي پرمختگونو د لړۍ پيل و چې په سر كې يې د كب لسمې تاريخي تړون له ځان سره درلود او ترې را وروسته كه د يرغلگرو لخوا له ياد تړونه د سلگونه سرغړونو-مستقيم او نامستقيم يې د ماتولو بې خرته هڅو-د توافقاتو عملي كېدو كې يې د ځنډ او خنډونو رامنځته كولو-پرې ولس ته بې ساري زيانونو اړولو پر وړاندې له تمې لوړ زغم و، كه د اسلامي امارت نړيوال وجاهت دی، كه په مكرر ډول عامه عفوه او لاسته راوړنې يې وې، كه د واك له سپارنې او انتقال پرته هم يواځي د څو ورځو په ظرف كې فعال او سيال نظام را منځته كېدل و، كه د اشغال تپلي رژيم سلگونه زرو تنانو له خپلو دندو سره په شفاف ډول په اسلامي امارت او جهادي صف كې ادغام او د فعال او مسئول نظام په توگه يې ټول شمول كېدل و، كه د اسلامي او ملي كلتور له رواياتو سره سم په ملي او دولتي كچه بې ساري پراخ اصلاحات دي، كه د جهاد پر مټ راغلې يواځينۍ او غربيت ننگونكې بې مثاله حكومتولي ده، كه د نړيوالو بنديزونو او فشارونو تر درانه سيوري او اسمان لاندې په بشپړه دغه ملي-سياسي-ډيپلوماټيكه-اقتصادي حكومتولۍ كې معجزانه پرمختگونه او لاسته راوړنې دي او كه يې د لازياتو ابتكارونو شاهدان واوسو؛ ټول د يادې لړۍ له كړيو څخه دي چې له لومړي سره د اشغالگرو د تېښتې مذاكراتو او د دوحې تړون د مبتكرانه تخنيك حجم او ژورتيا په گوته كوي.

د دوحې پر تړون د صليبي شل كاله يرغليزې جگړې، ۱۸مياشتې ډيپلوماټيكو ټگيو برگيو او د امريكا د نړيوالې يكه تازۍ چې د افغان ولس پر وړاندې يې په دريو واړو كې له ځان سره ټوله نړۍ ښكېله كړې وه؛ پای ته رسېدل او بيا د دغه تړون له مخې د كابو۴۳كلنو ويرونو، بدو پايلو او اغېزو د مخنيوی او له منځه تللو ترڅنگ د يو نيم كال په دننه كې د دغو څه باندې څلورو لسيزو په پرتله د داسې پرمختگونو او لاسته راوړنو مشاهده چې په دغه اوږده موده كې يې په پلمه راغليو دوو نړيوالو اشغالونو هم نه دلته او نه كومه بله مستعمره كې را منځته كړل؛ دا احساس، روحيه او درس را كوي چې دغه تړون له هرڅه سره د مجاهد افغان ولس د شل كاله جهاد او رښتوني افغانيت پالنې دومره اغېزمنه پايله ده چې ترې مخكينيو د۲۳كاله مودې بدمرغيو پاتې شوني او اغېزې هم له منځه يوسي، هغه پرمختگونه هم له ځان سره ولري چې د ځمكنيو واقعيتونو او رښتونو حقيقتونو په توگه يې هېواد-ولس-نظام شاهد دی او بيا هم كه په هر ډول شرائطو او په ځانگړې د اوس په څېر بنديزونو، فشارونو او فكري-تبليغاتي-اقتصادي-فرهنگي جگړو كې جهاد او وياړمن افغانيت پالو؛ همدا پايله پر لاس را كوي، ځكه دا ډول هر اړخيز يرغلونه او تر سيوري لاندې يې د بشري مرستو او حقونو په پلمه برنامې هم پر مذهب، كلتور، ازادۍ، خپلواكۍ، پر مختگ او پر ځان بسياينې، د خپل لاس پر گټې وټې، وگړو ته د كار پر زمينې رامنځته كېدو او په ټوله كې پر رښتوني بشريت او په خپلواكه توگه د خپل فردي او ټولنيز بشري ژوند اړتياو په ښه ډول پوره كولو چې پكې له غرب سره كوم مدار او تړاو هم نه وي؛ يو ډول مستقيم او نامستقيم بنديزونه او فشارونه و او دي، نو كه پر خپلو مټو زور وكړو، د اسلامي امارت د اړوندو پاليسيو او برنامو پر ملاتړ له هغه سره لاس ور كړو او د كب لسمې په بركاتو كې د دغو فشارونو، بنديزونو او جگړو ښه مديريت او مهارېدنه هم ور زياته كړو؛ دا د بشريت پر مدار له غرب سره د تړليو بشري او سياسي حقونو چې پر ځان له بسياينې سره ترې مستغني هم يو؛ اړوند بنديزونه او فشارونه به راته څه وي؟.

د كب لسمه او د دوحې تړون د گران هېواد په تاريخ، له نړۍ سره يې په تاريخي مقطع او د ايمان پر وړاندې د ټيكنالوجۍ په تاريخي نړۍ كې زموږ د برم او د يرغلگرو د شرم يو هسك توغ او نښان دی. د كب پر لسمه د اشغال خاتمې پر تړون د خپل لاسليك په شكل غرب د خپلې بشر پالنې پر هغو ټولو ادعاوو، غوغاوو او پر بنسټ يې غولونكو تزويري كړنو او توطئوي اعترافونو چې پر گران هېواد د يرغل او بيا د اشغال۱۹كاله دوام ته يې د دليل په توگه او پرې له خپلو موخو د عام پام دغه لورته اړولو لپاره ترسره كړي و؛ د بطلان كرښه كش كړه او ورپسې يې د باطلې كړې دغې بشردوستۍ پر نوم را ټوله كړې زموږ ملي شتمني هم كنگل كړه، خو بياهم چې د بشر پالنې له پلمې گټې اخيستنې ته اړتيا شوه، دا دی تر هغه لاپسې په ځوږ زمزمه كېږي او هغه شتمني لاهم كنگل ده، خو بشري مرستې دوام لري، په دې ډول د دوحې تړون له توافقاتو د نورو سرغړونو ترڅنگ يې پر بشر پالنه كش كړې د بطلان كرښه هم تر پوښتنې لاندې راوستې. په هر رنگ؛ دا چې ملتونه د خپل بري ورځ پر خوښيو لمانځې، د دوحې د وياړمن تړون له برم او بركته د كب لسمه هم نور زموږ د تاريخي وياړونو په مناسباتو كې ځای شوه چې له انگرېزانو د ازادۍ د دوهمې سليزې په پيل كې له غرب څخه د ازادۍ او خپلواكۍ گټلو پر ستر وياړ يادېږي او لمانځل كېږي. خو زموږ پر هېواد يرغلونه چې له ماتې سره سم يې موندنې همدا يرغل يوه لويه تېروتنه ور په گوته كوي؛ زموږ له دغسې ورځې سره يې د يرغل ورځ هم توره او بده ورځ، تريخ او نه هضمېدونكی ياد او نه پټېدونكی شرم وگرځي او په دې ډول يرغلگر په تاريخ كې  هيڅ ښه ورځ نلري، نو د كب لسمې درېيمه كاليزه مو مبارك شه !!.

محسن سعود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button