
د قوش تېپې کانال د ترانزيټي پلونو رغنيزې چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې
د هيواد په شمال زون بلخ ولايت کې د قوش تېپې ستر ملي کانال پر سر د مزارشريف – حيرتان د رېل پټلۍ او ترانسپورټي پلونو، چې افغانستان له ازبیکستان سره نښلوي، رغنيزې چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي دي
د هيواد په شمال زون بلخ ولايت کې د قوش تېپې ستر ملي کانال پر سر د مزارشريف – حيرتان د رېل پټلۍ او ترانسپورټي پلونو، چې افغانستان له ازبیکستان سره نښلوي، رغنيزې چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي دي.په دغو لويو پلونو کې کارول شوي رغنيز توکي د افغانستان خپل توليد دي او د جوړېدو مسئوليت يې هم افغان انجنيران پر غاړه لري.د دغه لوی حياتي کانال د رېل پټلۍ او ترانسپورټي پلونو د جوړولو د تخنيکي چارو قراردادي انجنيران وايي: دا مهال د دغو پلونو ۹۹ سلنه چارې سرته رسېدلي او د پاتې برخې کار به يې تر را تلونکې يوې اوونۍ پورې پای ته ورسېږي.د قوش تېپې کانال د پلونو جوړولو تخنيکي انجنير نصرت الله اميري په دې اړه وايي: (( د دواړو پلونو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې دي او چارې يې ډېرې په چټکۍ سره روانې دي، موږټارګېټ ورکړي دي، چې په راتلونکو ۷ ورځو کې به د پلونو پاتې چارې پای ته ورسېږي او د ترافيکو پرمخ به پرانيستل شي))
د قوش تېپې کانال د قراردادي انجنير نصرت الله اميري په وينا: د کانال لومړي فاز، چې ۱۰۸ کيلومټره دي، کاري چارې يې سل سلنه پای ته رسيدلي دي، خو د ياد کانال د سربند چارې نيمګړي پاتې دي. نوموړي زياتوي، د دويم فاز کاري چارې به هم ډېر ژر پرته له کوم ځنډه پيل شي.(( د لومړي فاز چارې چې په سربند کې له صفر نه، د کلدار ولسوالۍ څخه پيلېږي او د بلخ ولايت تر دولت آباد ولسوالۍ پورې رسېږي ۱۰۸ کيلومټره دي، چې اوسمهال يې کاري چارې بشپړې شوي دي))بل لور ته په شمال زون کې د سينديزې حوزې رئيس، حاجي حکمت حکمت وايي: هغه ټولې ګنګوسې دروغ دي، چې ګواکې د قوش تېپې کانال کاري چارې درېدلي او اسلامي امارت يې د چارو د مخته وړلو لپاره کافي بوديجه او مسلکي انجنيران له ځانه سره نه لري. په شمال زون کې د سېنديزې حوزې رئيس، حاجي حکمت حکمت په دې اړه وايي:(( موږ ملت ته دا ډاډ ورکوو، چې دا کانال به موږ سرته رسوو، ددې وطن د دښمنانو دا تبلېغات له پخوا نه وو، چې اسلامي امارت دا کار نه شي بشپړولي، دوی به ويل چې د قوش تېپې کانال نه شي شروع کولی، چې الحمدلله کارونه يې شروع شول. مخالفانو اوس دا تبلېغات پيل کړي، چې د کانال چارې په ټپه ولاړې او بندې دي، دا هر څه پروپاګند دي، انشاءالله ډېر ژر به د کانال د لومړي فاز ټولې چارې پاي ومومي)) د ملي پراختيا شرکت د معلوماتو له مخې: د قوش تېپې کانال د لومړي فاز د سربند، رېل پټلۍ او ترانسپورټي پلونو د کاري چارو له بشپړېدو سره سم، به د ياد کانال د دويم فاز چارې له کوم خنډ او ځنډ پرته ډېر ژر پيل شي.د قوش تېپې کانال د منځنۍ آسيا په کچه ستره پروژه بلل کېږي، چې چارې يې دوه کاله وړاندې د اسلامي امارت د مسئولينو له لوري، د داخلي عوايدو په تمويل پيل شوې او دمګړی يې چارې په چټکۍ سره روانې دي.