سرلیکنې

د قوشتېپې کانال؛ د هيواد د ښېرازۍ پر لور ستر ګام

د هيواد د يوې سترې او اساسي پروژې قوشتېپې کانال د لومړۍ برخې کارونه په ډېرې چټکۍ او بريالي ډول وړمه ورځ  پای ته ورسېدل.

د هيواد د يوې سترې او اساسي پروژې قوشتېپې کانال د لومړۍ برخې کارونه په ډېرې چټکۍ او بريالي ډول وړمه ورځ  پای ته ورسېدل. دغه سترکانال ۲۸۵ کیلومتره اوږد دی، د بلخ ولایت ـ کلدار ولسوالۍ د آمو له سیند څخه پیلېږي او د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ کې ختمېږي. بر يې شاوخوا سل (۱۰۰)متره او ژوروالی یې ۸/۵ متره دی. دغه کانال په يوه  ثانیه کې د ۶۵۰ مکعب مترو اوبو د انتقالولو ظرفیت لري او شاوخوا ۵۰۰ زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي.

د قوشتېپې کانال کارونه درې پړاوونه لري،چې اول پړاو يې ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د آمو له سیند څخه پېل او د بلخ تر دولت آباد ولسوالۍ پورې رسېږي، چې ددغې برخې کارونه يې د الله تعالی په مرسته او د اسلامي امارت د ډېر تمرکز له امله په ډېر ښه ډول پای ته ورسېدل. د دوهمې برخې اوږدوالی ۱۷۷ کیلو متره دی، چې د بلخ له دولت آباد څخه پېل او د جوزجان ولایت له اقچې ولسوالۍ څخه تېرېږي او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ ته رسېږي، چې د چارو د پيلېدو لپاره يې ټول ملت سترګې په لاره دی. درېیمه برخه يې پر زراعتي ځمکو د فرعي کانالونو د تقسیم دی، چې د لومړي پړاو د بشپړتیا لپاره یو کال او د پاتې دوو پړاوونو لپاره پنځه کاله وخت په نظر کې نیول شوی دی.

د دغې پروژې مهم اړخ دا د ی، چې ټولې تخنيکي او فني چارې يې د افغاني انجنيرانو او شرکتونو له لوري مخته وړل کېږي. بله مهمه نقطه داده چې د دغې سترې او ملي پروژې تمويل له هر ډول بهرنۍ مرستې پرته له خپلې بوديجې کېږي. د دغې پروژې د لومړۍ برخې د کارونو بشپړېدو وښوده، چې اوسنی اسلامي حکومت په څومره اندازه ملي ګټو ته ژمن دی او په څومره پراخه کچه د هيواد جوړونې لپاره هڅې کوي او دغه راز يې په ټولو چارو او برخو کې د دې نظام پوره خپلواکي او استقلال ثابت کړ، چې د خپلو ملي ګټو په خاطر د هېچا غوښتنې او فرمايش ته غوږ نه نيسي.

ټول افغان ملت د دغې سترې پروژې د لومړۍ برخې د چارو په بشپړېدو خوشحاله دی او د سوکالۍ احساس لري او دغه راز  ښې او روښانه راتلونکي ته يې هيلې ډېرې شوې دي. په ټولنيزو رسنيو کې ددغې پروژې په هکله د ټول افغان ملت احساس او ملاتړ د ستاينې وړ دی، دوی ټولو په يوه خوله دا کار د هيواد د رغونې او پر ځان بسياينې په برخه کې بې ساری ګڼلی او د اسلامي امارت جديت او ژمنتيا يې ستايلې ده.

رښتيا هم د قوشتېپې کانال پروژه ډېره مهمه او حياتي ده، چې په جوړولو سره يې افغانستان د زراعت او خوراکي توکو د توليد په برخو کې پر ځان بسيا کېږي او د اقتصادي چارو کار پوهان په دې اند دي، چې د دغې پروژې په تکميل سره زراعت صنعتي کېږي او د افغان ملت لپاره خورا ډېرې اقتصادي ګټې لري.

که څه هم اسلامي امارت ددغې پروژې د پاتې برخو پر ژر جوړولو ټينګار کړی او د لومړۍ برخې د کار چټکتيا ته په پام سره هم داسې ښکاري، چې د پاتې برخو چارې به هم ډېرې ژر پيل شي، خو بيا هم د ټول ملت غوښتنه دا ده، چې د دغې پروژې د پاتې برخو پوره کولو ته دې هم جدي پاملرنه وشي. افغان ملت ډېر کلونه په جګړو، ژورو خپګانونو او غمونو کې تېر کړي، دوی د داسې پروژو په جوړېدو سره د خوښۍ احساس کوي او د لا ډېر کار هيله لري.

افغانستان تېر څلوېښت کلونه د سختو جګړو له امله د پرمختګ او تمدن له کاروانه ډېر وروسته پاتې دی، اوس که څه هم نړيوال او په ځانګړې توګه امريکا او متحدين يې د نوي اسلامي حکومت پر وړاندې ستونزې ايجادوي؛ خو الحمدلله يو مثالي امنيت تامين دی، د پرديو هيوادنو اجنټان نشته او يو داسې ځواکمن او يوموټی اسلامي نظام لرو، چې په لږو امکاناتو د هيواد پرمختګ او رغونې ته ژمن دی او د هيواد په بيلابيلو برخو کې د رغونې او پرمختګ چارې پر مخ روانې دي، داسې هيلي پيدا شوي دي، چې ګران هيواد  افغانستان به په ډېره لنډه موده کې د نړۍ او سيمې له هيوادونو سره سيال شي او زموږ ځوريدلی اولس به نور د تلپاتې سوکالۍ او ښيرازۍ څخه برخمن شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button