
د قوشتېپې کانال؛ د سوکاله راتلونکې هيله!
څو ورځې وړاندې د هيواد د يوې سترې او اساسي پروژې قوشتېپې کانال د لومړۍ برخې کارونه په ډېرې چټکۍ او بريالي ډول پای ته ورسېدل. دغه سترکانال ۲۸۵ کيلومتره اوږد دی، د بلخ ولايت د کلدار ولسوالۍ د آمو له سيند څخه پيلېږي او د فارياب ولايت اندخوی ولسوالۍ کې ختمېږي ، بر يې شاوخوا (۱۰۰)متره او ژوروالی يې ۸/۵ متره دی. دغه کانال په يوه ثانيه کې د ۶۵۰ مترو مکعبو اوبو د انتقالولو ظرفيت لري، چې شاوخوا ۵۰۰ زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي.
څو ورځې وړاندې د هيواد د يوې سترې او اساسي پروژې قوشتېپې کانال د لومړۍ برخې کارونه په ډېرې چټکۍ او بريالي ډول پای ته ورسېدل. دغه سترکانال ۲۸۵ کيلومتره اوږد دی، د بلخ ولايت د کلدار ولسوالۍ د آمو له سيند څخه پيلېږي او د فارياب ولايت اندخوی ولسوالۍ کې ختمېږي ، بر يې شاوخوا (۱۰۰)متره او ژوروالی يې ۸/۵ متره دی. دغه کانال په يوه ثانيه کې د ۶۵۰ مترو مکعبو اوبو د انتقالولو ظرفيت لري، چې شاوخوا ۵۰۰ زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي.
د قوشتېپې کانال کارونه درې پړاوونه لري: اول پړاو ۱۰۸ کيلومتره اوږدوالی لري، د آمو له سيند څخه پېل او د بلخ دولت آباد ولسوالۍ ته رسېږي، چې ددغې برخې کارونه يې د الله تعالی په مرسته او د اسلامي امارت د ډېر تمرکز له امله په ډېر ښه ډول پای ته ورسېدل.
د اسلامي امارت د يو لوړپوړي پلاوي له لوري رسماً پرانيستل شو او د دوهم پړاو، کارونه يې پيل شول. د دوهم فاز اوږدوالی ۱۷۷ کيلو متره دی، چې د بلخ له دولت آباد څخه پېل او د جوزجان ولايت له اقچې ولسوالۍ څخه تېريږي او د فارياب ولايت اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي. درېيم پړاو پر زراعتي ځمکو د فرعي کانالونو د تقسيم دی، چې د لومړي پړاو د بشپړتيا لپاره يو کال او د پاتې دوو پړاوونو لپاره پنځه کاله وخت په نظر کې نيول شوی دی.
د دغې پرژوې مهم اړخ دا دی، چې ټولې تخنيکي او فني چارې يې د افغاني انجنيرانو او شرکتونو له لوري مخته وړل کېږي. بله مهمه نقطه داده چې د دغې سترې او ملي پروژې تمويل له هر ډول بهرنۍ مرستې پرته له خپلې بوديجې کېږي. د دغې پروژې د لومړۍ برخې د کارونو بشپړېدو وښوده، چې اوسنی اسلامي حکومت په څومره اندازه ملي ګټو ته ژمن دی او په څومره پراخه کچه د هيواد جوړونې لپاره هڅې کوي او دغه راز يې په ټولو چارو او برخو کې د دې نظام پوره خپلواکي او استقلال ثابت کړ، چې د خپلو ملي ګټو په خاطر د هېچا غوښتنې او فرمايش ته غوږ نه نيسي.
ټول افغان ملت د دغې سترې پروژې د لومړۍ برخې د چارو په بشپړېدو خوشحاله او د سوکالۍ احساس لري او دغه راز ښې او روښانه راتلونکې ته يې هيلې ډېرې شوې دي. په ټولنيزو رسنيو کې ددغې پروژې په هکله د ټول افغان ملت احساس او ملاتړ د ستاينې وړ دی، هغوی ټولو په يوه خوله دا کار د هيواد د رغونې او ځان بسياينې په برخه کې بې ساری ګڼلی او د اسلامي امارت جديت او ژمنتيا يې ستايلې ده.
رښتيا هم د قوشتېپې کانال پروژه ډېره مهمه او حياتي ده، چې په جوړولو سره يې افغانستان د زراعت او خوراکي توکو د توليد په برخو کې پر ځان بسيا کېږي او د اقتصادي چارو کار پوهان په دې اند دي، چې د دغې پروژې په تکميل سره زراعت صنعتي کېږي او د افغان ملت لپاره خورا ډېرې اقتصادي ګټې لري. او داسې هيلې پيدا شوي دي، چې ګران هيواد افغانستان به په ډېره لنډه موده کې د نړۍ او سيمې له هيوادونو سره سيال شي او زموږ ځورېدلی ولس به نور له تلپاتې سوکالۍ او ښېرازۍ څخه برخمن شي.