اقتصاد

د قوشتپې کانال لومړی فاز به ژر پرانيستل شي

د ملي پراختيا رياست چارواکي د قوشتپې کانال د لومړي فاز د بشپړېدو خبر ورکوي او وايي، چې د لومړي فاز کار به ۱۸ مياشتې وروسته بشپړ او په نږدې راتلونکي کې به پرانيستل شي.

د ملي پراختيا رياست چارواکي د قوشتپې کانال د لومړي فاز د بشپړېدو خبر ورکوي او وايي، چې د لومړي فاز کار به ۱۸ مياشتې وروسته بشپړ او په نږدې راتلونکي کې به پرانيستل شي. د ملي پراختیایي شرکت مشر فرید عظیمی وویل، چې د قوش تپې کانال د لومړی فاز چارې له ۱۸ میاشتو وروسته بشپړ شوې دي. د قوش تپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی درلود چې د امو له سیند څخه پیل او د دولت آباد په ولسوالۍ کې پای ته ورسېد. د ملي پراختيا ادارې د مطبوعاتو مسوول اکبر جاهد رسنيو ته ويلي، چې د لومړي فاز کار بايد د دوو کلونو په موده کې ترسره شوى واى، خو د مسوولينو په هڅو سره له ټاکلې نېټې مخکې بشپړ شو. هغه دا هم وويل، چې د لومړي پړاو د کار لګښت له ټاکل شوې اندازې څخه کم و، چې د پرانيستې په ورځ به اعلان شي.  د ملي پراختيا ادارې مطبوعاتي مسوول زياته کړه، چې د لومړي پړاو په پاى ته رسېدو سره د دويم پړاو د سروې او ډيزاين کار روان دى. د دغه کانال دویم پړاو د بلخ له دولت آباد ولسوالۍ څخه پیل او د شبرغان له آقچې ولسوالۍ څخه تر تېرېدو وروسته د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې چې ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري پای ته رسېږي.په دریم پړاو کې د فرعي چینلونو پروژه هم شامله ده. د غوشتپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۸.۵ متره پلنوالی لري او په یوه ثانیه کې ۶۶۸.۴ متر مکعبه اوبه انتقالوي.د دغه کانال په بشپړیدو سره به د هېواد په شمال کې ۵۸۰ زره هکتاره ځمکه په کرنیزو ځمکو بدله شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button