
د قوشتيپې پیغام:افغانان هر څه کولای شي!
د قوشتيپې کانال په مادي يا اقتصادي اړخ بې شمېره ليکنې او تبصرې وشوې او هر څوک پوهيږي، چې دا ډول ستره پروژه د هېواد په خودکفايي، اقتصادي بهبود او خلکو ته د کار، روزګار پيدا کولو په برخه کې حتماً د پام وړ رول لري.
د قوشتيپې کانال په مادي يا اقتصادي اړخ بې شمېره ليکنې او تبصرې وشوې او هر څوک پوهيږي، چې دا ډول ستره پروژه د هېواد په خودکفايي، اقتصادي بهبود او خلکو ته د کار، روزګار پيدا کولو په برخه کې حتماً د پام وړ رول لري.
موږ غواړو د دې ستر کانال په معنوي اړخ لنډه تبصره وکړو. نو حقيقت دا دی، څومره چې دا کانال په مادي ډګر کې مفيد واقع کېدای شي، تر هغه زيات يې معنوي اړخ مهم دی.
هسې خو د نړۍ په هر هېواد کې د وس مطابق لويې او وړې پروژې عملي کيږي، چې حتماً د هغه هېواد په پرمختګ او آبادۍ کې رول لري، مګر خلک يې يوازې پر اقتصادي اړخ حساب کوي.
خو زموږ لپاره د قوشتيپې کانال د مادي اړخ تر څنګ، معنوي اړخ ځکه مهم دی، چې د دغه شان سترې پروژې پلي کول په موږ کې د کار کولو، پر ځان باور موندلو او د خود کفايي فکر او توان پيدا کوي.
د دغې سترې پروژې پلي کول موږ ته دا پيغام راکوي، چې موږ له پرديو مرستو پرته هم هر څه کولای شو، بلکې تر هغوی يې په ښه انداز او ښه کيفيت سر ته رسوو. سره له دې چې اوس مهال موږ د ټولې نړۍ له بنديزونو سره مخ يو، نه مو څوک په رسميت پېژني، نه د تجارت او نورو اقتصادي برنامو بشپړه اجازه لرو او نه راسره څوک مرسته کوي، بلکې هغه خپله ملي پانګه يې هم راڅخه کنګل کړې، خو بيا هم لله الحمد؛ له يوې خوا د ټول حکومت مصارف له خپلې داخلي بودجې اجراء کيږي او بل خوا د قوشتيپې کانال، سالنګ لارې رغولو، کابل – کندهار لويې لارې رغولو او د بخش اباد بند جوړولو په څېر نورې په لسګونو لويې او وړې پروژې تر کار لاندې دي، چې هم یې بودجه داخلي ده او هم یې پلان، نقشه او طراحان.
همدا لاره زموږ د بريا او خودکفايي لاره ده. کله چې په موږ کې دا فکر پيدا شي، چې موږ ته بل څوک وطن نه جوړوي، خپله بايد لاس په کار شو، همت وکړو، خولې توی کړو، تکليف وګالو او په هر ډګر کې له پردي احتياجه د خلاصون او خودکفايي لپاره هڅې وکړو، نو بې له شکه چې دا وطن به د سيالانو سيال جوړيږي.
هر کار له فکره سرچينه اخلي، که موږ پر ځان باور ونه لرو، مايوسه شو او د پرديو مرستو خيال پلاو ته کښېنو، نو هيڅکله به دغه ناکام فکر موږ ته د داسې سترو پروژو د پلي کولو اجازه ونه کړي، خو که پر ځان مو اعتماد وموند او د خپل وطن د مالکيت او مسؤليت احساس را پکې پيدا شو، نو بيا تر دې د لويو، لويو پروژو جرأت کولای شو.
د صليبي اشغال په تېره شل کلنه دوره کې دلته د ډالرو باران ؤ، د کابل ادارې هر ډول امکانات درلودل، د قوشتيپې په څېر سل پروژې يې پلي کولای شوې، خو دا چې د کار اراده، پر ځان باور او د دې وطن د مالکيت او مسؤليت احساس يې نه درلود، نو دا دی وينو، چې له هر ډول امکاناتو سره، سره يې هيڅ بنسټيز کار ونه کړ.
مګر اوسنی حکومت پيسې نه لري، نه ورسره نړيوال څه مرسته کوي، بلکې په هره برخه کې بنديزونه هم پرې لګلېدلي، مګر دا چې د دې وطن د مالکيت او مسؤليت احساس لري، نو دا دی په نشت امکاناتو يې داسې بنسټيزې هڅې پيل کړې، چې که خدای کول د څو کلونو په تېرېدو به په ډېرو برخو کې خودکفا شو.
له مجبوريت څخه هم مننه، همدا مجبوريت دی، چې موږ يې کار ته هڅولي يو، که موږ باندې دغه بنديزونه نه وای، ښايي موږ به هم په يوه او بله بهانه کرار ناست وو. خو د نړيوالو د بنديزونو له امله موږ مجبور شولو، چې د ځان بسياينې فکر وکړو، تکليف وګالو او له پردي احتياجه ځان خلاص کړو.
هغه مشهوره کيسه خو به مو اورېدلې وي، چې يو پلار خپل زوی د خسو لپاره غره ته ولېږه، زوی يې وويل، وځ (پېټی) به څوک راسره خره ته پورته کوي؟ پلار يې ورته وويل: هلته نکام شته، هغه به يې درسره پورته کړي. زوی يې ولاړ، خس يې راټول کړل، کله يې چې وځ برابر شو، نکام ته يې ډېرې نارې وکړې، خو غره کې هيڅوک نه وو، نو بالآخره مجبور شو او خپل پېټی يې خپله پورته کړ. کله چې کور ته راغی، نو پلار ته يې ګيله وکړه، چې هلته خو هيڅوک هم نه ؤ! پلار يې ورته وويل: نو بار چا درسره پوته کړ؟ ويل: نکام ته مې ډېرې نارې وکړې، هو هيڅوک نه ؤ، آخر مجبور شوم، خپله مې پورته کړ. پلار يې ورته وويل: خو همدا نکام مې درته ياداوه!
لنډه دا چې، د قوشتيپې پروژه هم موږ ته دا پيغام راکوي، چې هر څه بايد په خپله وکړو او موږ هر څه کولای شو، پردي خيرات ته شپې ونه شمارو، خپله بايد لاس په کار شو، خولې توی کړو، شپه ورځ يوه کړو او ځان ورسوو.
بې زحمته راحت نشته. هيڅ هېواد پرديو نه دی جوړ کړی، د نړۍ ټولو پرمختلليو ولسونو همداسې تکاليف ګاللي، هر ډول مشکلات يې زغملي، کار يې کړی، زيار يې اېستلی او بيا راحت او خودکفايي ته رسېدلي.
رښتينې ازادي لومړی لوړ قېمت غواړي او بيا لوړ معيشيت برابروي.
(انَّ مَعَ العُسرِ يُسراً…)
سعيد غلجی