مقالې او تبصرې

د قوانینو نه رعایت او د سړکونوخربوالی بدې ترافیکي پیښې رامنځته کوي

زمونږ ګران هیواد سرلوړی افغانستان د کابو څه باندې څلورو لسیزو پرله پسې جګړه ییز ناورین له کبله، لکه څنګه چې یې زمونږ پتمن هیوادوال له سلګونو کړاونو، ستونزو او مرګ ژوبلې سره مخامخ کړي، همداشان زمونږ هیواد یې هم له مادي او معنوي پلوه له سترو زیانونو سره مخامخ کړی، چې په دې لړکې د هیواد په بیلا بیلو سیموکې سړکونه هم هرځای کنډر کنډر او ویجاړ شوي وو، البته کوم سړکونه چې په دغه وروستیو څو کلونو کې په ځینو ځایونو کې په خام ډول او په ځینو برخو کې په پاخه ډول د سړکونو د بیارغاونې کار پیل شوی او لا هم دوام لري، خو دریغا چې په دې وروستیووختونو کې د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د موټرو د چپه کیدو، ټکرونو او ناوړه ترافیکي پیښو او په ټولیزه توګه د هیوادوالو د مالي او ځاني بدو پیښو خبرونه د هیواد د ډله ییزو خپرندویه سرچینو لخوا خپریږي، البته له شک پرته چې دا واقعآ دتازه کار، کم تجربه، کم سنه ډریورانو ګړندي تلل، زیاته بې احتیاطي او د پردي لاس اشترنګ لرونکو (چپه اشترنګ) موټرونو اساسي ستونزې او ستر لاملونه دي، ځکه چې په هیواد کې د ډول ډول موټرو د ګڼې ګوڼې له امله ګڼ شمیر هیوادوالو دغې دندې ته مخ کړیدی، البته په یوډول نه یوډول د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د ترافیکي څانګو له خوا یې اجازه لیک یا لایسنس ترلاسه کړی او دغه کم تجربه موټر چلوونکي چې کله د  موټر په جلو(اشترنګ) برلاسي شي، سربیره پردې چې د کافي تجربې لرونکي نه دي او دهیواد  اکثره سړکونه چې لا رغول شوي نه دي، او کوم سړکونه چې بیا رغول شوي هم دي، له څه وخت استفادې څخه وروسته بیرته ځای ځای خراب شوي او یاهم هغه سړکونه چې په پاخه ډول رغول شوي دي، نو دغه تازه کاره ډریوران  بیا د یو بل پرضد د سیالي یا مسابقې په ډول سره ګړندۍ ځغلونه کوي او دا ډول خپلسري او بې پروایي ددې سبب کیږي چې د دوئ د کم تجربګي او بې احتیاطي له امله یې موټر چپه ، یا ټکر او یا هم زمونږ کوم هیوادوال و وهي، چې په نتیجه کې خپل ځان، په موټر کې سپاره کسان یا پلې هیوادوال د مرګ کندې ته پورې وهي او خواشینوونکې پیښې را منځته کړي،  د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو وختونو کې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوي چې په لغمان ولایت کې په یوه ترافیکی پیښه کې دوه تنه هیوادوال وژل شوي او دوه ویشت تنه نور ټپیان شوي دي، البته دغه پیښه د کابل- جلال آباد په لاره د سرخکان ساحه کې د دوه موټرو د ټکر له امله رامنځته شوېده. همداشان د بدخشان ولایت ځایې مسوولینو ویلي چې ددغه ولایت د کوف آب ولسوالۍ کې له سړک څخه د یو موټر د بې لارې کیدو(انحراف) په لړکې درې تنه هیوادوال وژل شویدي، البته په ټوله د موټرچلولو د قوانینو نه رعایت، د سړکونو خرابوالی او ورځ تربلې د ناوړه ترافیکي پیښو د رامنځته کیدواصلي لاملونه بلل شویدی.

د کارپوهانو او نظر خاوندانو په باور د دغو پیښو د کمښت ډیره ښه لاره په هیواد کې د ترافیکي قوانینو تطبیق دی، دغه قوانین حکم کوي چې ټیټ عمر لرونکي ځوانانوته د موټر چلونې جواز باید ورنه کړل شي او سرغړونکو ته سخته سزا ورکولای شي چې ددغو پیښو شمیر کم کړي دا واقعیت دی چې ترافیکي پیښې د مخنیوي وړ دي او اړوند ادارې کولای شي په خپلو کې په همکارۍ او بشپړه همغږي سره په هیواد کې د ترافیکي پیښو شمیر کم کړي، همداراز د کورنیو چارو وزارت، د ترافیکو لوی ریاست کولای شي له نورو اړوندو ادارو سره په همکاري او د ښوتدابیرو په نیولو سره په سترو ښارونو او لویو لارو کې ددغو پیښو کچه ټیټه کړي، همداشان اړینه ده چې د ترافیکو لوی ریاست چارواکي باید د هیواد په مرکز او ولایتونو کې دې ټکي ته پوره پاملرنه وکړي او له آزموینې څخه وروسته هیوادوالو ته د موټر چلونې اجازه لیک یا لایسنس ورکړي او هم دې په پردي لاس د اشترنګ لرونکو موټرو پرځای دخپل لاس موټرو ځای نیولو له پاره پرجدي اقداماتو لاس پورې کړي او په پرله پسې توګه دې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو لخوا هم باید د موټرو ګړندي ځغلولو او له هغې څخه د بدو پیښو د مینځته راتلو په اړوند خبرتیاوې خپرې کړي،

دغه راز پتمن هیوادوال چې هم کله دهیواد ګوټ ګوټ ته سفر کوي نو باید په لومړي قدم کې موټر چلوونکي ته یادونه وکړي چې په ډیر احتیاط سره موټر و چلوي او له ګړندی ځغلونې څخه دې ډډه وکړي، ترڅو په دې توګه د خپل ځان او هم د نورو هیوادوالو ژوند له مرګوني ګواښ سره مخامخ نه کړي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button