
د قلم او جګړې درنه سټه
درنې سټې معمولاً درنو کارونو ته اوږه ورکوي داسې سټې په تاریخ کې نادره وي او ډېر ځله په خپل هېواد او یا هم د ځمکې کره کې د لویو بدلونونو باعث ګرځي.
دا درنې سټې د ژوند په هره برخه کې وي څوک په اقتصاد کې شهکار وکړي،څوک په زراعت کې او ځينې د جګړې په ډګر کې ناشونې شونې کوي له نېکه مرغه مې له دې درنو سټو له یوه سره ملاقات وشو ما فکر کاوه چې دا یو عادي مجاهد او چارواکی دی نو ځکه مې د وطن په پار ورسره یو په بل پسې لږ تېزې خبرې وکړې په پوره حوصله یې واورېدې زه په دې هیله وم چې د نوموړي چارواکي خبري هم واورم څرنګه چې مراجعین ورته ډېر په نوبت ناست وو، نو له دې فیض نه برخمن نه شوم دا چې په ستړي مشي کي مې دی دروند او زما خبرو ته غوږ شخصیت سره په لاس ستړي مشي کړي و او په خدای پامانۍ کې مې غېږه ورکړه او له دې سره د خپل مل ملګري دروند مجاهد ورور ذاکري حدید صیب له نیوکې سره مخ شوم ما ورته وویل په زړه مې خوږ ولګېد او په زړه کې مې ورته دعا وکړه چې خوږ پاتې شي دا هغه ستر صفت دی چې رحمت اللعالمین درلوده او خپل امت ته یې د دې صفت د خپلولو لارښوونه کړې په هر حال له خدای پامانۍ سره متصل دی درنې سټې په اشاره موظف نفر پوه کړ چې یو کڅوړه په لاس کې راکړي دا هغه د ذلت کڅوړه نه وه چې د جمهوریت پر مهال ایراني چارواکو د خدای پامانۍ په وخت عمر داودزي ته چې ایران ته د سفر په وخت له کرزی سره ملګری و ورکړې وه.
کور ته له رسېدو سره سم مې دستي کڅوړه پرانيسته که څه هم پوهېدم چې کتاب،قلم او کتابچه به وي خو په دې نه پوهېدم چې زما د خوښې کم یافته کتاب سره مخ کېږم د کتاب په لومړي پوښ لیکل شوي وو جهادي خاطرې او ترې لاندې لیکل شوي وو مهاجر فراهي بې له ځنډه مې سترګې پرې ښخې کړې ډېر ژر یې وژړولم ،تسکین یې کړم،ارام یې کړم،هیله مند یې کړم الله «ص» دې نه کوي مغروره یې کړم چې زه هم د دې ویاړلي استعمار ماتوونکي قوم برخه یم چې مهاجر فراهي صاحب یې له نورو درنو سټو سره یو ځای په سر کې د ازادۍ ګلونه ایښي.
د کتاب لوستلو په جریان کې په دې فکر شوم چې مهاجر فراهي صاحب هم لکه ستر خوشحال بابا د تورې په خوا کې قلم او سیاهي په بډه ګرځولې او دا هغه کار دی چې نړۍ او زموږ په هېواد کې ډېرو کمو خلکو کړې ده لیکنې به ډېرو خلکو کړې وي خو په ارامه فضا کې دا چې په ګرمه جګړه کې یو څوک هم ټوپک چلوي او هم قلم داسې کړنه دا په ګوته کوي چې دا ډله خلک له یوې خوا د ټولنې عادي وګړي نه دي او له بلې خوا د دې ستر کار په اهمیت پوهېږي.
که څه هم مهاجر فراهي صاحب خپله هم ځوان دی اما په خپل کتاب کې تر ځانه کشرانو ځوانو مجاهدینو ته یې د غرور له اسونو نه د راښکته کېدلو سپارښتنې هغه څه دي چې د یوې ټولنې د درنو سټو په وجود کې وي د فراهی صاحب کتاب د نوموړي رښتینولي هم په ډاګه کوي نوموړي په دې کتاب کې داسې خاطرې هم ځای کړې چې د مصلحت پر بنیاد باید نه وې ځای شوې لکه چې وایي خلکو به ډوډۍ راکوله خو د شپې تېرولو له ځای ورکولو به یې بښنه غوښته که څه هم داسې څه زموږ په کلتور نشته خو دا چې بده ورځ وه او دې بدې ورځې زموږ کلتور هم بې داغه پرې نښود.
د مهاجر فراهي صاحب د جهادي خاطرو کتاب او د کتاب متن دا پوښتنه را سره پیدا کړه چې مهاجر فراهي صاحب په داسې حال کې چې د شهادت تلوسه یې هم له ځان سره لېږدوله او په لسګونو نابرابره جګړو کې یې برخه اخيستې اسیر شوی او د خپلې ډلګۍ او نورو مجاهدینو یو په بل پسې تر اتیا سلنه د شهادت شاهد پاتې شوی ولې د شهادت له لوړ مقامه بې برخې شو او یا د ده په شان نور مجاهد او غازیان بې برخې شوي یو څه فکر کولو ته اړ کړم او دی فکر کولو پوښتنه را ته حل کړه هغه په دې ډول چې الله «ص» په خپلو کارونو ښه پوهېږي او دا هیله مندي راسره پیدا شوه چې الله «ص» به له دوی نه د افغان دردېدلی،کړېدلی او په عین حال کې په الله «ص» او د هغه په استازي ﷺ مین قوم او د اسلامي امت د هوساینې او سر لوړي لپاره نور کار اخلي.
غلام نبی (ګل)