د قطر لومړی وزير له رئيس الوزراء سره په کتنه کې: له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاريو ته ژمن يو
د قطر صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير ښاغلي محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د هغه هيواد د استخباراتو رئيس عبدالله الخليفي او مل پلاوي يې پرون له غرمې وروسته د اسلامي امارت له رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه ليدنه کې چې د کندهار په ولايت کې ترسره شوه، د قطر هيواد له خوا له افغانستان سره د اړيکو پر پياوړتيا، د اعتماد پر لا ډېروالي او په تعليمي، صحي او اقتصادي برخو کې د همکاريو ژمنه وشوه.
داسلامي امارت رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند د قطر له پخوانيو او اوسنيو همکاريو، ښه نيت او اخلاص.څخه مننه وکړه او له افغان ولس او نظام سره يې د قطر پر لا ډېرو همکاريو ټينګار وکړ.
په ليدنه کې د قطر هېواد د ښاغلي امير له پيرزوينې ډک پيام څخه قدرداني وشوه او هغه هيواد دې ته وهڅول شو چې د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د باور په پياوړي کولو کې لاډير رول ولوبوي.