سیاست او دولت

د قطر د بهرنيو چارو وزير: له اسلامي امارت سره تعامل ته دوام ورکوو

د قطر د بهرنيو چارو وزير شېخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني ويلي، چې هېواد يې له اسلامي امارت سره تعامل ته دوام ورکوي.

د قطر د بهرنيو چارو وزير شېخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني ويلي، چې هېواد يې له اسلامي امارت سره تعامل ته دوام ورکوي.نوموړي د سويس په داووس ښار کې په نړيواله اقتصادي غونډه کې ويلي: هڅه کوي چې په افغانستان کې د بدلون راوستلو لپاره له اسلامي امارت سره خپل تعامل پياوړي وساتي.

نوموړي ويلي ،چې دوی له نورو هېوادونو سره هم په مشورو بوخت دي، چې په کندهار کې د اسلامي امارت له مشرانو سره اړيکه ونيسي.نوموړی يادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره اوونۍ د ايران د بهرنيو چارو وزير هم ويلي و، چې هېواد يې له اسلامي امارت سره تعامل ته دوام ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button