اقتصاد

د قشقری د نفتي او ګازي بلاک په اړه وړاندې شوی راپور تائید شو

د رياست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ او د ترانسپورټ او هوايي چلند او د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزيرانو، د ماليې وزارت او خصوصي سکتور د استازو او يوشمېر ملي سوداګرو او صنعتکارانو په شتون ناسته ترسره شوه.

د رياست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ او د ترانسپورټ او هوايي چلند او د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزيرانو، د ماليې وزارت او خصوصي سکتور د استازو او يوشمېر ملي سوداګرو او صنعتکارانو په شتون ناسته ترسره شوه.د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو له لوري تر ټاکل شوې اندازې د زياتې کرايې اخيستلو، د هيواد په ټولو ګمرکونو کې د بار وړونکو موټرو د نوبت د تنظيم او همدارنګه د ماليې وزارت له لوري د ملي سوداګرو او صنعتکارانو د مالياتي اسنادو د بررسۍ په اړه هر اړخيز بحث شوی دی.پر يادو موضوعاتو تر هر اړخيز بحث وروسته، پرېکړه شوې ،چې د اقتصادي معاونيت د استازي په مشرۍ دې د ماليې، صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او همدارنګه د صنايعو او معادنو خونو له استازو څخه جوړه شوې کمېټه د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو له لوري تر ټاکل شوې اندازې د زياتې کرايې اخيستلو او د نوبت په اړه د شته ټولو ستونزو د ارزونې په موخه د هيواد لويو ګمرکونو ته سفر وکړي او خپل راپور دې د اقتصادي معاونيت له مقام سره شريک کړي. همدا رنګه، پرېکړه شوې، چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په مشرۍ د بار وړونکو ترانسپورتي شرکتونو لپاره د کرايې ټاکلو کمېټې ته د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي هم د دايمي غړي په توګه ور زيات کړل شي. په ناسته کې دغه راز د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مکلف شوی، چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې له مخې په ټولو ګمرکونو کې د بار وړونکو موټرو لپاره د نوبت په موخه جوړ شوي طرزالعمل په جديت سره په دوامدار ډول تطبيق کړي. د ناستې په پای کې، پرېکړه شوې چې د ماليې وزارت له لوري د ملي سوداګرو او صنعتکارانو د مالياتي اسنادو د بررسۍ کمېټه کې دې د اقتصادي معاونيت استازي هم د غړي په توګه ګډون وکړي او کمېټه دې خپل راپور د اقتصادي معاونيت له مقام سره شريک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button