
ټولنه او کلتور
د قزاقستان د لومړنیو خوراکي توکو مرسته هېواد ته راورسېده
له قزاقستان څخه د لومړنیو خوراکي توکو لسګونه واګونه بشر دوستانه مرسته بلخ ته راورسېده. د بلخ ولایتي چارواکي وايي چې د قزاقستان دغه مرسته کابو ۸۱ واګونه ده، چې ۳۵ واګونه د حیرتان بندر له لارې هېواد ته را رسېدلي او ۴۶ واګونه به سبا ته راورسېږي. د بلخ ولایت چارواکو د دقزاقستان له مرستو مننه کړې او پر نورو ګاونډیو هېوادونو هم غږ کړی چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې وکړي. د افغانستان لپاره د قزاقستان سفیر حلیم خان ایسینګلدیف ویلي، چې د مرسته شویو ۸۱ واګونه خوراکي توکو له جملې یې ۳۵ واګونه خوراکي توکي چې نخود په کې شامل دي افغان پلاوي ته وسپارل.