
د قرغیزستان غونډه کې بې ځایه اندېښنې !
تېره ورځ قرغیزستان کې د اروپایي ټولنې او منځنۍ آسیا هېوادونو دوهمه غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د اړوند لوریو لوړ رتبه مشرانو ګډون درلود چې مهم بحثونه یې د افغانستان په هکله وو
تېره ورځ قرغیزستان کې د اروپایي ټولنې او منځنۍ آسیا هېوادونو دوهمه غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د اړوند لوریو لوړ رتبه مشرانو ګډون درلود چې مهم بحثونه یې د افغانستان په هکله وو- د دې غونډې له اعلامیې ښکاري چې ګډونوال یې تر ډېره حده د اروپايي ټولنې تر اغېز لاندې راغلي او هماغه د دوی خبرې یې ورسره تکرار کړې دي- مثلاً د ښځو په اړه اندېښنې، منځنۍ آسیا ته د افغانستان له لوري متوجه ګواښونه او د افغانانو د وضعیت خرابوالی- تردې چې هغوی د افغانستان وضعیت پر لاخرابېدو او بحراني کېدو جدي اندېښنه څرګنده کړې او د حالاتو قابو کولو لپاره یې پر نړیوالې ټولنې د مرستو غږ هم کړی! خو بل لورته بیا خپله غوڅ اکثریت افغانان د بهرنیانو دا ډول اندېښنې او اعلامیې له موجودو واقعیتونو ډېرې لرې بولي او باوري دي چې دغه ډول غونډې هېڅکله نه د افغانانو په ګټه دي او نه د خیر په اراده ترسره کېږي- بلکې یوازنۍ موخه یې د دې ملت پرېښانه کول او له کار او پرمختګه ایسارول دي- ځکه موږ د خپل ځان او خپل هېواد په ګټه تر هر چا زیات ښه پوهېږو- اوس موږ زښته ډېر خوشال یو چې له بهرني اشغاله خلاص او خپلواکي مو ترلاسه کړې ده- همدا زموږ لپاره خورا ستره بریا، نېکمرغي او سوکالي ده- موږ په خپلو سترګو وینو چې هېواد کې مو امنیت او سوله ټینګه شوې، په ورځني ډول د سلګونو انسانانو د مرګ ژوبلې لړۍ پای ته رسېدلې، له بازارونو په زرګونو سوالګراو نېشه یان د پالنې او درملنې لپاره راغونډ شوي، د مخدراتو په کښت او کاروبار کلک بندیز لګېدلی، په لویو بنسټیزو پروژو کارونه پیل شوي، صادرات مو زیات شوي، واردات منظم شوي، خوراکي او نور ضروري توکي د تېرو کلونو په نسبت ډېر ارزانه شوي، په سر کاري ادارو کې ترمحسوسې کچې شفافیت منځ ته راغلي، د اخلاقی او ټولنیزو جرایمو کچه راټیټه شوې، دیني او کلتوري ارزښتونه پالل کېږي، د هر هېوادوال سر، ناموس، دین او مال کاملاً خوندي شوي، هر یو په ډاډ منه توګه پر خپل کار روزګار بوخت لیدل کېږي او هر افغان سره د هېواد د لاپرمختګ او سوکالۍ هيلې مخ پر زیاتېدو دي- په دې اساس نو هیڅ کومه داسې اندېښنه نشته چې د افغانستان وضعیت بحراني او خطرناک وښیي- بلکې موږ دا ګڼو چې زموږ همدغو بریاو او پرمختګونو د نړۍ نور غرضي جهتونه اندېښمن او وارخطا کړي او وخت ناوخته راغونډېدل یې هم د همدې غم شریکۍ لپاره دي- لنډه دا چې د ګرد افغان ولس قطعي غوښتنه داده چې که په رښتیا سره څوک له افغانانو سره دوستي او خواخوږي لري نو څومره یې چې وس وي فوراً دې مرسته وکړي خو د ښځو او نظام په هکله د دوی اندېښنو او مجالسوته نه موږ کومه اړتیا لرو او نه هغوی سره ښايي چې زموږ کورنیو موضوعاتو کې خپل سرونه خوږوي- ځکه ښځې مو خپلې، مخدرات مو بند کړي او که موږ ترهګر بولي هم دوی ته ډاډ ورکوو چې زموږ له خوا به هیچا ته هم کوم زیان او خطر ونه رسېږي.