سیاست

د قرغزستان په غونډه  کې يو ځل بيا د افغانستان پر ملاتړ ټينګار شوی

د افغانستان لپاره د امريکا او منځنۍ آسيا د پنځو هيوادونو استازو د افغانانو د ملاتړ او سيمه کې د ټيکاو او امنيت لپاره د امريکا او دغو هيوادونو ترمنځ د همکارۍ له شته فرصتونو پر ګټې اخيستنې ټينګار کړی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په اړه د قزاقستان په پلازمېنې آستانه کې د قرغزستان، تاجيکستان، ترکمنستان، ازبيکستان او امريکا د ځانګړو استازو د تېرې اوونۍ د هغې ځانګړې غونډې اعلاميه وړمه شپه خپره کړې ،چې پکې پر سيمه د افغانستان د اوسني وضعيت پر اغېزو او په دې اړه د دوی د همکارۍ پر فرصتونو خبرې شوې. په اعلاميه کې راغلي چې سيمه او نړيواله ټولنه اړ ده، چې د متحد، خپلواک، با ثباته او پر ځان بسيا افغانستان ملاتړ وکړي او له ځان او خپلو ګاونډيو هيوادونو سره په سوله کې وي. د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعيت هم جدي بللی، چې د نړيوالې ټولنې قوي او همغږي غبرګون ته اړتيا لري او په تېره بيا د بشردوستانه فعالينو لپاره يې د بشردوستانه اصولو، بې طرفۍ، او خپلواکۍ د اصولو په رڼا کې ټولو اړمنو افغانانو ته د بشرپالانو لاسرسي اړين بللی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button