ټولنه او کلتور

د قرآن کريم د بی حرمتۍ په غندنه په ټول هيواد کې ستر لاريونونه تر سره شول

په پکتيا، زابل، پکتيکا، کندهار او کندز ولايتونو کې زرګونو کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې په سويډن کې د قرآنکريم سوځول وغندل او دا يې يوه غير انساني کړنه وبلله.

په پکتيا، زابل، پکتيکا، کندهار او کندز ولايتونو کې زرګونو کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې په سويډن کې د قرآنکريم سوځول وغندل او دا يې يوه غير انساني کړنه وبلله.

لاريونوالو (مرګ پر سويډن) د شعارونو په ورکولو سره د خپل مقدس کتاب قرآنکريم د بې حرمتۍ په هکله خواشيني څرګنده کړه او د ياد عمل ترسره کوونکو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

دوی له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې پر دې ستر جنايت بايد چوپ پاتې نه شي او په ګډه بايد د خپل مقدس کتاب قرآنکريم د سپکاوي پوښتنه وکړي.

د هغوی په وينا، که چېرې مسلمانان پردې جنايت خوله پټه کړي ،نو د نړۍ کفار به بيا – بيا دا ډول ناوړه جنايتونه ترسره کړي.دا لاريونونه داسې مهال کېږي، چې په سويډن هېواد کې يوه سياستوال راسموس پالودان د ترکيې سفارت مخې ته قرآنکريم ته اور واچاوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button