
د قرآن له نظره جاهليت
په نړيواله کچه بشري ستونزې دومره ډېرې دي چې سړی نه پوهېږي، له کومه ځايه يې پیل کړي. يو لامل يې دا دی چې زموږ په جوهر او اصل کې د پخواني جاهليت سربېره نوي معاصر جاهليت هم ريښې غزولي دي.
په نړيواله کچه بشري ستونزې دومره ډېرې دي چې سړی نه پوهېږي، له کومه ځايه يې پیل کړي. يو لامل يې دا دی چې زموږ په جوهر او اصل کې د پخواني جاهليت سربېره نوي معاصر جاهليت هم ريښې غزولي دي.
کېدای شي دا موضوع هيښوونکې ښکاره شي چې په دې زمانه کې جاهليت چېرې دی؛ ځکه نن سبا موږ د علم، ساينس او ټيکنالوژۍ په زمانه کې ژوند کوو. علمي سويې ورځ تر بلې لوړېږي، پوهنتونونه او څېړنیز مرکزونه د نړۍ هر ګوټ ته ورسېدل.
انسان په سلګونو ميله مزل په ساعتونو کې لنډوي، اتومي وسلې يې جوړې کړې، سمندري چټکې بيړۍ يې د اوبو تل ته ورسولې او بيا هم جاهليت؟!
هو له دې هر څه سربېره موږ په جاهليت کې اوج ته رسېدلي يوو. د قراني نص په استناد ویلی شو چې هره عقيده، خوی او عمل، چې د الله تعالی له لوري له رالېږل شوي کتاب قران مجيد سره په ټکر کې وي، هغه جاهليت دی.
که څه هم چې د علم، ټکنالوژۍ او مادي پرمختګ جنډې رپېږي؛ بلکې دا ویلی شو چې اوسنی جاهليت تر پخوا ډېر خطرناک دی، ځکه چې د علم او تمدن په جامه کې نغښتی دی.
نن سبا زموږ په ټولنه کې هغه پخوانی جاهليت د تمدن او پرمختګ په نوم پېژندل کېږي او ستر لامل يې دا دی چې موږ د «مادې» غير شعوري عبادت پيل کړی دی. دومره خوار او اغېزمن يو چې د ماده پرستانو کارونه او پر مختګ راته د ژوند اصلي هدف ښکاري.
پخوانيو مشرکانو به د بتانو عبادت کاو او اوسنی ماډرن انسان د غولوونکو افکارو، بوسه عقلونو، ځمکو او پيسو عبادت کوي.
د حيرانتيا او تاسف ځای خو لا دا دی،چې پخوانيو مشرکانو به د مينې او اخلاص له امله د بتانو عبادت کاو، مګر اوسنی «متمدن» انسان يې د يوې مړۍ ډوډۍ او څو پيسو لپاره د دې فکري او مادي بتانو عبادت کوي.
خپل ضمير او انساني کرامت په کې له لاسه ورکوي. دا او ورته نور کارونه د پخواني جاهليت پاتې شوني دي. راځئ وګورو چې قران کريم په دې اړه څه هدايات او لار ښوونې لري.
لغوي څېړنه:
د جهل کلمې ماده په قران کريم کې ۲۴ ځايه راغلې ده. جهل د علم ضد دی. معنی يې سپکوالی، د علم او معرفت ضد دی.
په قران کريم کې د جهل اشتقاقونه په دې ډول دي: تجهلون، يجهلون، جاهل، جاهلون، جهول، جهالة، جاهلية. دا هره يوه کلمه ځانګړي بحث او تحقيق ته اړتیا لري، ولې دلته به يوازې د جاهليت کلمه وڅېړل شي.
د جاهليت معنی: الجاهلية ماکانت عليها العرب قبل الاسلام من الجهالة والضلالة. وفي اصطلاح أهل الكلام, اعتقاد الشئ علی خلاف ما هو عليه(۲) هغه حالت چې عربو په کې له اسلامه مخکې ژوند کاوه او د علم کلام علما وايي،چې د حقيقت پر ضد عقيده لرلو ته جاهليت وايي.
لسان العرب چې د عربي لغاتو معتبر قاموس دی وايي چې جهل د علم نقيض دی او جاهليت هغه حالت دی چې عربو په کې له اسلامه مخکې ژوند کولو چې له الله تعالی، د هغه له رسولانو او د دين له احکامو ناخبره وو. همدا رنګه پر نسبونو فخر، کبر، غرور، په نورو زياتی او ظلم او داسې نور(۳)
امام راغب اسفهاني، په مفردات القران کې جهل په درې رنګه ښوودلی:
اول دا چې يو انسان بيخي له علم خالي وي. دا يې اصلي معنی ده.
دوهم: د يو شي د حقيقت پر خلاف عقيده لرلو ته جهل وايي.
درېيم: نا حقه کار کول که د دغه کار کوونکي عقيده سمه وي او که فاسده.
اوس چې يو څوک په قران مجيد نه پوهېږي او يا يې علمي او فقهي قضيه نه وي زده، دا انسان په اوله معنی جاهل دی.
دوهم هغه څوک چې له الله تعالی انکار کوي، بعث بعدالموت نه مني، پر جنت او دوزخ ايمان نه لري يا په دنيا کې د الله تعالی له لوري رالېږل شوي احکام نه مني او د حاکميت لپاره د الله تعالی له لوري د رالېږل شوي نظام پر خلاف د انسان په لاس جوړ شوي قانون ته ژمن وي.
دغه انسان په دوهمه معنی جاهل دی. او هغه انسان چې لمونځ نه کوي، زکات نه ورکوي د فرد او ټولنې ژوند د الهي حکم پر اساس نه جوړوي، سره له دې چې ايمان هم پرې لري، دغه انسان په درېيمه معنی جاهل دی.
حسن حبشي په البرهان في غرائب القران کې د جاهليت تعريف داسې کوي: دا هغه حالت دی،چې يوه ټولنه په کې له هدايت او نبوت پرته ژوند کوي. معنی سپک خويونه، بې پروا کارونه او د الله تعالی له احکامو سرغړونې ته جاهليت ويل کېږي.
په لنډو ټکو جاهليت يو داسې رواني حالت دی چې څوک پرې اخته شي، نو د الله تعالی احکام نه مني او د شريعت له احکامو سرغړونه کوي، تل د باطل پيروي کوي، ژوند په خوشې کارونو او عادتونو تېروي؛ چې د انساني کرامت او معيار خلاف وي.
د اسلامي نړۍ ستر مفکر استاد محمد قطب رحمه الله وايي: موږ په پوره ټينګار سره وايو، چې جاهليت د علم، معرفت او فرهنګ ضد نه دی.
هغه څوک چې علم، معرفت او فرهنګ ونه لري، دې حالت ته جهل وايي، نه جاهليت.
داسې ويل کېږي چې دا سړی جاهل دی او دغه ټولنه جاهله ده او جاهليت د ايمان، هدايت، تقوا، استقامت، توازن او نظم و نسق مقابل دی.
اوس هغه څوک په جاهليت موصوفېږي، چې دغه ايجابي صفات يې له لاسه ورکړي وي. که هغه فرد وي او که ټولنه.
استاد محمد قطب زياتوي: جاهليت کله له علم او معرفت سره يو ځای هم راتلای شي نو د صنعت او ټيکنالوژۍ سره يو ځای هم راځي.
که په هماغه انسان کې جاهليت هم وي چې له سترو پوهنتونونو يې علمي درجې او اسناد تر لاسه کړي وي. داسې يوې ټولنې ته هم جاهلي ټولنه ويلی شو، چې په صنعت او ټيکنالوژۍ کې آن تر مريخه رسېدلي وي.
په بله معنی، جاهلي انسان، کافر، ګناهګار او چې د الله تعالی له امر پرته د بل چا پيروي کوي،
د خپلو خواهشاتو بنده وي او د الله تعالی احکام پر ځان او ټولنه نه عملي کوي.
احمد الله احمدزی