سیاست

د قرآنکريم سوځولو ته غبرګون؛ په افغانستان کې د سويډن هر ډول فعاليتونه وځنډول شول

وروسته له هغه چې په سويډن هېواد کې د الله (ج) د نجات بښونکي کتاب قرآن کريم سپکاوي وشو او د مسلمانانو د عقيدې د توهين اجازه ورکړل شوه، تر څو چې د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو څخه عفوه نه وي غوښتل شوې، اسلامي امارت په افغانستان کې د سويډن هيواد د هر ډول فعاليت د درېدو امر کوي، د اسلامي امارت اړوند ارګانونه مکلف دي ،چې د يادې لارښوونې د تعميل لپاره په عاجل ډول لاس په کار شي.د افغانستان اسلامي امارت له نورو مسلمانو هيوادونو څخه هم غواړي ،چې د سويډن د ګستاخانه عمل په وړاندې له هغه هيواد سره پر خپل تعامل غور وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button