مقالې او تبصرې

د قدس نړيواله ورځ د باطل په وړاندې د حق آواز دی

فلسطين يادوم ، فلسطين يا پخوانی کنعان چې د ۲۵۰۰۰ کیلومترو مربع  مساحت په درلودو سره د حضرت موسی عليه لسلام او د حضرت عيسی عليه السلام په څېر د سترو پيغامبرانو د ظهور ټاټوبی دی، همدا راز د ابراهيم عليه السلام کور هم پاتې شوی ، اورشليم يا د بيت المقدس پخوانی ښار  په همدې فلسطين کې ودان شوی او د فلسطين له مهمو ځايونو څخه شمېرل کېږي .

فلسطين يادوم ، فلسطين يا پخوانی کنعان چې د ۲۵۰۰۰ کیلومترو مربع  مساحت په درلودو سره د حضرت موسی عليه لسلام او د حضرت عيسی عليه السلام په څېر د سترو پيغامبرانو د ظهور ټاټوبی دی، همدا راز د ابراهيم عليه السلام کور هم پاتې شوی ، اورشليم يا د بيت المقدس پخوانی ښار  په همدې فلسطين کې ودان شوی او د فلسطين له مهمو ځايونو څخه شمېرل کېږي .

د حضرت موسی عليه السلام له بعثت وړاندي هغه وخت چي پر مصر د فرعونيانو واکمني وه اسرائيليانو خپل جمعيت له مصر څخه د موعود سيمې په لور وکوچاوه چې دې خوځښت کم له کمه څلويښت کاله وخت واخيست ، له موسی عليه السلام وروسته د يوشع عليه السلام په وخت کې د دې زمينه برابره شوه چې اسرائيليان  له اردن څخه تېر او نويو ښارونو ته ورسېږي ، اسرائيليان چۍ کله نويو سيمو ته ورسيدل هلته يې د خلکو پر وژلو چور او تالان لاس پوري کړ چې د اورشليم په ګډون د پنځو نورو ښارونو وګړي د اسراييليانو په وړاندې متحدانه د دوی مقابلې ته را ووتل  ، د يو شع عليه السلام او بني اسرائيلو په وړاندي يې له سختو جګړو وروسته يو په بل پسي ماتې وخوړه. يوازی فلسطینيان وو چې  د بني اسرائيلو په وړاندي يې کلک مقاومت وکړ او بني اسرائيل يې مغلوب کړل .

د څو متعددو جګړو په پايله کې اسرائيليان و توانيدل چې پر فلسطنيانو بري و مومي د حضرت داود عليه السلام له ميلاده وړاندي اسرائيليان وتوانيدل چې اورشليم د فلسطینيانو له ولکې  څخه وباسي او بيت المقدس يا د خداي کور هلته ودان کړي چي د ودانولو چاري يې  د حضرت سليمان عليه السلام په وخت کې بشپړی شوې .

بيت المقدس له اسلامه وروسته :

بيت المقدس د مسلمانانو لومړنۍ قبله او له مکې او مدينې وروسته درېيم مقدس ښار دی ،همدا راز د يهوديانو او مسيحيانو لپاره هم مقدس ښار ګڼل کېږي .

په۶۳۷ ميلادي کال کې د مسلمانانو او او بيزانس امپراتورۍ ترمنځ نښته را منځته شوه او د مسلمانانو د ستر غازي ابوعبيده بن جراح رضي الله عنه له لوري اورشليم محاصره شو. له شپږمياشتنۍ محاصرې وروسته د سوفرونيوس چي د بيزانس واکمنۍ واکمن و په دې شرط چې د مسلمانانو خليفه به  راځي او بيت المقدس به ورته سپاري تسلېميۍ ته غاړه کېښوده،  په ۱۶ هجري کال کې عمر فاروق رضي الله عنه د بيت المقدس د سپارلو په موخه بيت المقدس ته سفر وکړ .

د بيت المقدس په فتحي سره اسلامي حکومت پر فلسطين د خپل حاکميت وزرې داسي و غوړولې  چې آن تر صليبي جګړوپورې بيت المقدس له امن ترينو ښارونو څخه و .

د صهيونيزم اشغال او وحشتونه يې:

په ۱۹۲۰ ميلادي کال کې په فلسطين کې د يهوديانو شميره يوازې پنځوس زره کسان وو، خو د فلسطين پر خاوره  د انګرېزانو د ۳۱ کلنې واکمنۍ پر مهال  يې زياته هڅه دا وه چې د نړۍ په کچه په ځانګړې توګه د لوېديځ يهوديان د فلسطين خاورې ته راولي، نو کله چې انګرېزانو په ۱۹۴۸ زېږدېز کال کې فلسطين پرېښود، نو د يهودو د نفوسو شميره پنځه لکه او شپېته زرو کسانو ته لوړه شوې وه   او د فلسطين د اشغالولو پوره زمينه برابره شوې وه.

 د فلسطینيانو او يهوديانو ترمنځ لومړۍ جګړه هم په ۱۹۴۸ کال کې پيل شوه  ، دې جګړې ته اسرائيليانو د استقلال جګړې نوم ورکړ، خو فلسطینيانو ورته د (نکبت ) يعني مصيبت جګړې نوم ور کړ ، دا جګړه د بريتانيا د قيموميت پر مهال را منځته شوه د دې جګړې په ترڅ کې اووه سوه زره فلسطینيان له خپلو سيمو وشړل شول او ګاونډيو هيوادونو ته مهاجر شول .

د ۱۹۴۷ ميلادي کال په نومبر مياشت کې د ملګرو ملتونو سازمان د امريکا او انګلستان په غوښتنه د فلسطين تقسيم او د يهودي دولت جوړيدل اعلان کړل. د دې تقسيم له مخې د فلسطين ډيره برخه (۵۷ فيصده) يهودو ته ورکړل شوې وه، خو يهود چې د اشغالګرو همکاري ورسره وه په دې يې هم قناعت نه درلود او د فلسطين اکثره برخې يې په زور ونيولې او فلسطيني مسلمانان يې د خپلو کليو پريښودلو ته مجبور کړل په پاي کې فلسطيني مسلمانانو ته د بيت المقدس شرقي خوا، دغه راز د اردن سيند لويديځه غاړه او د غزې تړانګه ورپاتې شوه. نورې سيمې ټولې د اسرائيلي دولت برخه شوې.

يهوديانو د خپل ۷۶ کلن اشغال په اوږدو کې له هيڅ ډول ظلم وحشت بربريت د ښځو او ماشومانو، سپن ږيرو او میليونونو ځوانانو  له شهادت، تعذيب او اسارت څخه ډډه ونه کړه همدا زار د دې اشغال په دوران کې يې د فلسطینیانو ملکيتونه او جايدادونه مصادره کړل او دا وحشت لا اوس هم دوام لري .

غزه د فلسطيني مسلمانانو قتلګاه او زندان :

د دې سيمي اوږد والی ۴۱ کيلو متره او پلنوالی يې له پنځو تر پنځلسو کيلومترو پورې دی ، جنوب طرف ته له مصر، ختيځ او شمال پلو ته له اسرائيلو او غرب پلو ته د مديترانې له بحیرې سره ګډې پولې لري ، د غزې ټول مساحت ۳۶۰ کيلومتره مربع دي  ، غزې ته د بحر له لاري د هر ډول کشتيو تګ راتګ د اسرائيلو له لوري ممنوع اعلان  شوی دی .

اسرائيلو په دې سیمه کې د بشريت ضد زړه بوږنوونکي جنايات تر سره کړي دي  ، بي رحمه بمباري ، په توپونو او ټانکونو د مسلمانانو کورونه ورانول د ښځو او ماشومانو شهيدانول ، د روغتونونو له منځه وړل ، د څښاک اوبو سيستم له منځه وړل، خلاصه د غزې څلوېښت سلنه ودانۍ ورانول  ټول هغه جنايات دي چي د بشريت په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کېږي .

په ۲۰۲۲ ميلادي کې په فلسطين کې د اسرائيلو له لوري تر سره شوي جنايات:

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره  (او چا )په خپل وروستي را پور کې کاږي: په ۲۰۲۲ م کال کې ۲۳۰ تنه فلسطینيان د صهيونیستانو له لوري د مردکو په وسيله په شهادت رسيدلي چې له دې ډلې ۱۷۱ تنه په باختري کرانه کې ،۵۳ تنه په غزه تړانګه کې او شپږ تنه په نورو سيمو کې په شهادت رسیدلي .

د اوچا راپور کاږي چې  په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې ۹۳۳۵ تنه عام فلسطینيان د صهيو نیستانو له لوري د يرغلونو پر مهال ټپيان شوي دي .

۶۵۰۰ تنه فلسطینيان د يهوديانو له لوري زندانونو ته وړل شوي چي له دې ډلي څخه ۴۷۰۰کسان لا اوس په زندانو کې پاتې دي .

۸۳۳ ودانۍ د اسرائيلو له لوري په  باختري کرانه او اشغالي قدس کې ورانې شوي دي .

د اوچا د را پور پر اساس په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې  د اسرائيلو له لوري د  فلسطینيانو ضد ۷۹۳ حملې ترسره شوي دي چي له امله يې فلسطنيانو ته زيات مالي تاوانونه اړولي دي .

را پور زیاتوي چي په تير کال کې  ۷۰۰۰ تنه عام فلسطینيان د اسرائيلو له لوري نيول شوي چې د هغوی له ډلی  ۱۶۴ تنه نجوني او مېرمنې ۸۶۵ تنه ماشومان تر سترګو شوي دي .

د يادولو وړ ده چې اشغالګر رژيم د اشغال له پيله بيا تر اوسه په اشغالي فلسطين کې د ډول ډول جناياتو مرتکب شوی او د بشري حقوقو د ستر ناقض په توګه  يې  لومړی مقام تر لاسه کړی دی .

د قدس نړيواله ورځ :

په ۱۳۵۸ هجري لمريز کال کې چې له ۱۳۹۹ هجري قمري کال سره سمون خوري د رمضان مياشتي په ۱۳مه ورځ د ايران د اسلامي انقلاب موسس سيد آیت الله  روح الله موسوي خميني په يو پيغام کې د ايران او نړۍ له مسلمانانو څخه وغوښتل چې د رمضان مياشتې وروستۍ اوونۍ دي د (قدس) په نامه و لمانځل شي او له فلطسنيانو څخه دی ملاتړ او له يهوديانو څخه دی کرکه او نفرت اعلان کړای شي  .

دا ورځ هر کال په ډېر شمېر اسلامي هيوادونو کې د غونډو او لاريونونو په ترڅ کې لمانځل کېږي چې ګډون کوونکي يې د خپلو وينا وو په ترڅ کې خپل ملاتړ د فلسطين له مظلوم ولس څخه اعلاموي ، د قدس نړيواله   ورځ د باطل په وړاندي د حق جبهه ده ،د ظلم په وړاندې د عدالت صف دي د صهيونيزم د و ژونکي سرطان په وړاندې دمظلوميت  فرياد د او چتولو  ورځ ده  .

د  فلسطين او په خاص ډول په کې د اقصی شريف ( د مسلمانانو د لومړۍ قبلې) قضيه په عقيدوي لحاظ د ټول اسلامي امت شريکه قضيه ده چې د هغې په اړه هرډول تنازل او بې پروايي له اسلامي معتقداتو او ارزښتونو څخه تنازل ګڼل کېږي ،يوازې د ورځو لمانځل،  د غونډو  جوړول او لاريونونه  کول دا ستر زخمونه نشي دوا کولی بلکې د دې  سرطان له منځه وړل د سترو حراجي عملياتو اړتيا لري ،د فلسطيني ولس د آزادۍ لپاره بايد عملي ګامونه واخيستل شي او په دې برخه کې اسلامي امت په واحد صف کې سره را ټول او جدي  اقدامات تر لاس لاندې ونيسي  .

رحمت الله فيضان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button