دینی لیکنې

د قدر د شپي په اړوند علمي اعجاز

هغه کشفوني چې علماء او څېړونکي يې حېران کړي.علمي څېړنو ثابته کړي چې ځمکې ته په یوه ورځ کې لس زرو نه تر شلو زرو پوري د ډزو ستوري را کوزيږي چې دا له ماخستن څخه بیا تر صبح صادق پوري وي خو د قدر په شپه هیڅ شعاع نه نازلیږي پوښتنه دا ده چې دا چا معلومه کړه؟د امریکا دناسا ایجنسۍ وايې دوي ته دغه حقیقت معلوم دی او دا يې لا لس کاله مخکې معلوم کړی و خو د ځانکړیو اسبابو له کبله يې پټ ساتلی و، ناسا وايې چې ځمکه د رمضان د میاشتي په اخرو لسو شپو کې په هیڅ ستوري نه ویشتله کېږي«سلام هي حتی مطلع الفجر»

هغه کشفوني چې علماء او څېړونکي يې حېران کړي.علمي څېړنو ثابته کړي چې ځمکې ته په یوه ورځ کې لس زرو نه تر شلو زرو پوري د ډزو ستوري را کوزيږي چې دا له ماخستن څخه بیا تر صبح صادق پوري وي خو د قدر په شپه هیڅ شعاع نه نازلیږي پوښتنه دا ده چې دا چا معلومه کړه؟د امریکا دناسا ایجنسۍ وايې دوي ته دغه حقیقت معلوم دی او دا يې لا لس کاله مخکې معلوم کړی و خو د ځانکړیو اسبابو له کبله يې پټ ساتلی و، ناسا وايې چې ځمکه د رمضان د میاشتي په اخرو لسو شپو کې په هیڅ ستوري نه ویشتله کېږي«سلام هي حتی مطلع الفجر»

د قرآن او سنتو دعلمي اعجاز د علمي ټولني رئیس همدا ورڅخه نقل کړېده.د ناسا حقیقتونه دا ثابتوي چې د قدر شپه نا اشنا رعب لري، کارنر چې د فضا له سترو علماو او څېړونکو څخه دی وايې: ما خپل نفس کنترول نشو کړای چې کله مي په فضا کې دغه څېړني وکولي نو راڅخه ښکاره شوه چې اسلام د حق دین دی، دا خبره يې هغه مهال وکړه چې کله ورته څرګنده شوه چې د کائناتو شعاوي چې د ځمکي د فضا په پرده پریوزي د اتومي شعاوو څخه ډیري خطرناکي دي، په فضايې بيړیو سره د دغو شعاوو څيرل امکان نلري ځکه چې بيړۍ سوځوي، یوازي د یوي کړکۍ څخه دا تیريږي چې هغه د فضا پرده ده چې دهغې کشفونه ترسره شوي او هغي ته  د «اون لاین» کړکۍ ویله کېږي، کارنر ددی څخه بغیر بل نوی شی نه دی راوړی، همدا دروازه یا کړکۍ د مسلمانانو په کتاب کې ثبت ده  الله تعالی فرمايې:  ( وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَاباً مِنَ السَّمَاءِ فَظَلُّوا فِيهِ يَعْرُجُونَ، لَقَالُوا إِنَّمَا سُكِّرَتْ أَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَسْحُورُون ) ژباړه: كه مونږ پر هغو د اسمان كومه دروازه پرانستې واى او هغوى په رڼا ورځ په كښې ختلي هم واى بيا به يې هم همدا ويل چې زمونږ سترګې غولول كېږي، بلكې پر مونږ كوډې شويدى.

نوموړي ددې کشفوني څخه وروسته سمدستي اسلام راوړ او د امریکا د ناسا ایجنسۍ وظیفه يې قرباني کړه، کارنر بیا خپل مسیر ته داسلام په رڼا کې ادامه ورکړه، نوموړي د حجر اسود د مچ کولو او هغه ته د اشاره کولو موضوع وڅېړله، کارنر څرګنده کړه چې حجر اسود هر هغه څوک د ځان سره ثبت کوي چې اشاره ورته کوي یا يې مچ کوي، کارنر د حجر اسود د تحلیل او څېړني څخه دا کشف کړه چې دغه ډبره شل شعاوي چې لیدلی کېږي نه مختلفو لورو ته په لنډو څپو سره  غورځوي چې هره یوه شعاع د لسو زرو کسانو څخه تیریږي،  دارنګه د کارنر د کشفوني مطابق امام شافعي رحمه الله څرګنده کړي چې حجر اسود د هر هغه شخص نوم د ځان سره ثبتوي چې د حرم زیارت کوي که هغه حاجي وي او که عمره کوونکی، د دغه شخص نوم یوازي یو ځل ثبتوي او د طواف د هر ځل لپاره نښاني وضع کوي، د دې تاکید د علمي کميټي د قرآن او سنتو د اعجاز رئیس هم کړی، ډاکټر عبد الباسط چې په مصر کې د طبي مرکز د معایني استاذ او طبي مشاور هم دی په خپله هغي مرکه کې چې د «الشروق الجزائریه» سره يې کړي وايې: د اسلام په نشر کې د عربو ټول شتمن مقصر دي، ده واضح کړه چې د قدر د شپي ثبوت او دهغي معجزي امکان لري چې په نړۍ کې نشر کړی شي، ځکه د رسول ا لله صلی الله علیه وسلم څخه په هغه حدیث کې چې عباده بن صامت روایت کړی نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايې: د قدر د شپي نښاني دا دی چې دا شپه به صافه وي پداسې ډول لکه روښانه سپوږمۍ چې په کې ولاړه وي، نه په کې یخني وي نه ګرمي، هیڅ ستوري ته روا نه ده چې هغه وویشتلی شي دا به تر صبح صادق پوري همداسي وي، دارنګه يې له نښانو څخه دا هم ده چې په سهار کې به لمر برابر وي شعاوي به نه لري د څورلسم سپوږمۍ په شان به وي، شیطان به په دې وخت ورسره نشي را وتلای» حدیث امام احمد په حسن سند سره روایت کړی ابن جریر او بیهقي هم روایت
کړی.

حاجي یارمحمد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button