
د فلسطین پرمظلوم ولس اسرائیلي یرغل
له نن څخه ۷۵ کاله دمخه یهودان (اسرائیل) د مځکې پرمخ په هرګوټ کې په ګاونډیتوب ، خوار زاراود ذلت د ژوند په تېرولوسرکوزي اوسېدل ، آن تردې چې زموږ د هېواد دهرات په ولایت کې هم په لوی کتله دغه کچه اومنفوروګړي اوسېدل اوافغانانود اسلامي ارشاداتو په حکم په خپله خوا پورې په ګاونډیتوب منلي اوکوم غرض یې نه ورسره درلود ، داچې ولې دا طایفه له یوه مشخص آدرس څخه بې برخې وه ، لوی علت داوچې یهودان په نړۍ کې د خپل موجودیت له پیل څخه هغه ځان غوښتونکی اوکبرجن قوم وچې له خپل پرته نورو قومونوته به يې په ډېره سپکه سترګه لیدل اوکتل ، همدا وجه وه چې د خپلې بد غونۍ له امله د خپل موجودیت په تاریخ له دری ځلې قتل عام آن تردې چې د جرمني صدراعظم [هتلر] هغوی د خښتوپه بټیوکې دسون د توکوپه څېروسوځل اومات یې کړل. له یهودانو سره رومن کاتولیک عیسویان هم نا جوړه دي اوسخته کرکه ترې کوي .
متل دی ، وایي [چې زده یې کړې د مورپه پیو، هیربه یې نه کړې په پېړیو] د فطرت له مخې اسرائیل هماغه پخواني یهودان دي چې له خپل قوم او ارزښتونوپرته نورقومونه او ارزښتونه یې نه مني اوپه مقابل کې یې همداسې قصی القلب دي لکه نن چې په ډېره بې رحمۍ شقاوت او قساوت له وجې د فلسطینیانوپه وړاندې بیا ځلي را څرګند شوي ، ددوی نن او پرون ټول په همدې مېزان ارزول کېدای شي ځکه که پرون دوی د خپل فطري خصلت له وجې قتل عام شول اود نړۍ په نوروهېوادونوکې خواراوذلیل تیت پرک شول خو نن غواړي چې فلسطینیان د خپل ځان په شان پخپله اجدادي خاوره کې بې کوره اوذلیل کړي ، د ا هم د یادولو وړ ده چې د اسرائیلو اوسنۍ جغرافیا د اسرائیلونه ، بلکې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته کله چې دکفري نړۍ څه بریاوې په برخه شوې نوسترګې یې وغړېدې ځکه په ترکیه کې هغه عثماني امپراتوري چې اسرائیلو یې په موجودیت کې دخپل ځان لپاره په عربي نړۍ کې آدرس نشوای جوړولای ، ړنګه شوه ، نو ځکه انګریزانود آمریکایانو په ملاتړ د نړۍ له هرې برخې څخه یهودان را ټول اود فلسطیني مسلمانانودنافهمۍ اوخوش باورۍ په ترڅ کې یې له هغوی څخه د اسکان مځکه ورته واخیسته ، چې دا مځکه طبعا د اسلامي هېوادونوجغرافیا کې واقع وه . فلسطینیانوته وویل شول چې له یهودانو سره ګډه حکومتي موسسه جوړه کړي ، دلته کفري نړۍ د مسلمانانو لپاره بله اجندا هم درلوده هغه داوه چې دوی د لومړي ځل لپاره په دې وتوانېدل چې د اسلامي نړۍ په زړه کې یویهودي هېواد را منځ ته کړي ، له څه مودې وروسته کله چې د فلسطین په خاوره کې دیهودانوپښې ټينګې شوې نوپرته له دې چې انساني حقوقواود فلسطینیانوښېګڼو ته ژمن پاته شي په خپل پخواني فطرت له مخې بېرته لیوان ترې جوړ شول اود فلسطینیانوپه ځورولویې پیل وکړ.
دحضرت سعدي شیرازي دا شعر چې وایي :
عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود
اګرچه با آدمی بزرګ شود
د موضوع په ارتباط څومره ښه مصداق دی .
کله چې د فلسطینیانواو اسرائیلوترمنځ د حسن همجوارۍ او ټولنیزو اړیکو متارکه را منځ ته شوه نواسرائیلود انګریزانواو آمریکایانوپه ملاتړد نړیوالوترسترګو لاندې دفلسطینیانوځورولو ته لا پسې زور ورکړ دوی ته به یې توطیې جوړولې اوله خپلې جغرافیا څخه ایستلوته به یې اړویستل اسرائیلو دا وخت هڅه کوله چې له فلسطینیانوڅخه ددوی املاک په څوبرابره لوړه بیه واخلي او دوی تش لاس کړي .
یوه بله افسانوي موضوع هم دلته مطرح ده هغه داچې یهودانود خپل یوه پخواني پیکه روایت له مخې په دې معتقد و چې د اوسني فلسطین مځکه زرګونه کاله دمخه ددوی د یهودي نیکونو وه چې د اسلام را منځ ته کېدو وروسته مسلمانانو په زور ترې قبضه کړې وه خو دا خبره هېڅ اسناد نلري .
د صهیونیست رژیم بې رحمه اونیواکګرو، وسله والوبد ماشانود غزې په تراړه کې دخونړيوعملیاتوپه ترڅ کې په مظلوموفلسطینیانو اوبه ، خواړه او برېښنا ټول قطع کړي او رنا ورځ یې پرې توره شپه اړولې د نارینه، ښځو، ماشومانوبوداګانو د وژلو ترڅنګ یې د ۳۰ زره په شاوخوا د استوګنې کورونه هم وران کړي ، د اسلامي نړۍ مشران په رڼو سترګو ورته ګوري خوبیا یې هم په وړاندې د آمریکا له بېرې چوپ او ننداره یې کوي ، داسلامي هېوادونود مشرانودې چوپوالي د نړۍ مسلمانوته پوره شک او اندېښنه ورپیدا کړې چې ښایي …………(!)
یوازې د قطرد هېواد له آدرسه د اسپوتنیک د خبري آژانس په حواله دا خبره مطبوعاتي شوې چې که د غزې په تراړه د اسرائیلوحملې بندې نېشي قطر به د خپل ګازوصادرات زیاتره برخه کې داروپا مختلفوهېوادونوته ځي ، ودروي چې دا د اسرائیلو د خواخوږو هېوادونو لپاره یو بد خبرجوړېدای شي ځکه د روسیې او اوکراین د جګړې له امله روسیې خپل د ګازوصادرات د اروپایي هېوادونو په لورځنډولي دي .
دا خوپه ځای پرېږده چې تر اوسه د عربي نړۍ د مشرانوله خولې د بشري حقوقو په چوکات کې هم د جګړې ددرولوغږ نه دی پورته شوی په داسې حال کې چې د یوشمېراسلامي هېوادونوپه شمول پخپله په امریکا اوانګلیستان کې د خلکو لخوا په فلسطین د صهیونستانودحملوله وجې لاریونونه شوي دي .
د صهیونستانوپه ضد دحماس په رهبرۍ د فلسطین د مسلمانو حق وچې د طوفان (الاقصی) په نوم په یهود میشته سیموحمله وروړي ترهغه بریده چې فکرکېږي
اسرا ئیلیان به په دې جګړه کې ماتې خوري ځکه چې د فلسطین له مسلمانانوسره د نړۍ د مسلمانانواراده موجوده ده ، نه یوازې اسرا ئیل بلکې حامیان یې که په اسلامي او یا کفري نړۍ کې چارواکي دي اسرائیل به له شرمندګۍ سره مخ کېږي .
حیا ت الله حلیم