
د فلسطين په ملاتړ ستر لاریونونه ترسره شول
د مرکز په ګډون د هیواد په بېلابېلو بر خو کې ګڼ شمېر هیوادوالو پکې برخه اخیستې وه د کابل ښار د عیدگاه جومات مخې ته پرون د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وشو
د مرکز په ګډون د هیواد په بېلابېلو بر خو کې ګڼ شمېر هیوادوالو پکې برخه اخیستې وه د کابل ښار د عیدگاه جومات مخې ته پرون د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وشو
زرګونو کسانو پرون د جمعې له لمانځه وروسته، د کابل ښار د عیدګاه مسجد مخې ته په راټولېدو سره؛ د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره د خواخوږۍ، د دوی د مقدسې او برحقې مبارزې د ملاتړ او د صهيونیستي رژیم د وحشتونو او ړندو بمباریو د غندلو په خاطر؛ لویه ولسي غونډه او مظاهره وکړه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې مظاهره کې د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس، په «ژوندی دې وي فلسطین او مرګ پر اسرائیلو» «لبیک یا اقصی» «فلسطین یوازی نه دی» «اسرائیل لوی تروریست دی» او نورو شعارو سره؛ د صهیونیستي رژیم له وحشته ډک وروستي بریدونه وغندل او د فلسطین له مسلمانانو او د حماس له مجاهدینو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
په دې غونډه کې، د هېواد پېژندل شوې څېره عبدالحق حماد په خپلو خبرو کې، د اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه د عربي هېوادونو مشرانو ته په خطاب کې وویل:”که تاسو نن د اسرائیلو پر وړاندې له فلسطینیانو سره مرسته و نه کړئ؛ داسې وخت به راشي چې همدا ظالمانو به پر تاسو باندې هم مسلط شوي وي.”
هغه د اسلامي هېوادونو د بريا يوازېنۍ وسيله، د اسلامي نړۍ وحدت او يووالی او د فلسطين د مظلومو مسلمانانو ملاتړ وباله او پر ځوانانو یې غږ وکړ چې د اسلام تاریخ ولولي او هغه عادتونه دې په ځان کې راولي چې صحابه کرامو په خپلو ځانونو کې راوستي وو.
دغه راز سیاسي شنونکي انجنیر نظر محمد مطمئن، وویل: “هغه هېوادونه او په ځانګړې توګه عربي نړۍ چې د امریکا د خوشحالي لپاره د فلسطین پر غم سترګې پټوي؛ دوی دې پوه شي چې پر دوی هم داسې یوه ورځ به راشي.”
نورو ویناوالو هم، په خپلو خبرو کې د صهیونیستي رژیم وروستي بریدونه په کلکه وغندل؛ له فلسطینیانو او د حماس له مجاهدینو څخه یې خپل ملاتړ اعلام او د اسلامي نړۍ پر یووالي یې ټینګار وکړ.
هغوی همدا رنګه، له اقصی څخه دفاع او د یهودیانو له اشغال څخه د دې مقدسې خاورې آزادول؛ د نړۍ د ټولو مسلمانانو دیني وجیبه وبلله او څرګنده یې کړه چې د اقصی عزت د ټولو مسلمانانو عزت دی.
یاده مظاهره د اسرائیلو د بیرغ په سوځولو او په (پښتو، دري، عربي او انګلیسي) ژبو د اووه ماده ییز پرېکړه لیک په لوستلو سره پای ته ورسېده.
د پرېکړه لیک په یوه برخه کې داسې راغلي دي: “موږ افغان ولس د فلسطین او د غزې پر مظلومو مسلمانانو د اسرائیلو د غاصب رژیم له لوري روان یرغل او د ماشومانو او ښځو وژنه، د اسلامي او نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولو او ژر تر ژره یې د بندولو غوښتنه کوو.”
دا په داسې حال کې چې نن د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې هم د فلسطینیانو په ملاتړ او د اسرائیلو پر ضد لاریونونه ترسره شول.