سرلیکنې

د فلسطين په اړه د اسلامي هيوادونو چوپتيا به دغه جنګ نور هم پراخ کړي

د غاصبو اسرائيلي صهيونستانو له لوري د بې ګناه فلسطيني مسلمانانو عاموژنه او د اسلامي هيوادونو خاموشي او چوپتيا او په دغه جنګ کې د امريکا تر قيادت لاندې د ناټو د ائتلافي ځواکونو ګډون او د اسلامي ځواکونو له لوري پر غزه يرغل او د بمباريو دوام که څه هم د حماس په وړاندې اسرائيلي يرغلګر له ماتې سره مخ کړي او په سره سمندر کې د يمن د حوثيانو له لوري اسرائيلي ځواکونو ته د امريکا پوځي مرستې رسول او  پر امريکايي کښتيو بريدونه او د لبنان د حزب الله له لوري پر اسرائيلو د توغنديو توغول د دې لامل شوي ، چې دغه جګړه پراخه او د سيمې هيوادونو ته وغځوي. وړمه ورځ پر يمن د امريکا او بريتانيا هوايي حملې څرګندوي چې دغه جنګ به هغو اسلامي هيوادونو ته چې د فلسطين د بې ګناه مسلمانانو پر نسل وژنه يې سترګې پټې او خوله چوپه وه هم سرايت وکړي . لکه چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان ويلي : امريکا غواړي ، چې سور سمندرګی د وينو پر سمندرګی تبديل کړي. که څه هم د اسلامي هيوادونو لپاره د فلسطين پر سپېڅلې خاوره  د  غاصبو اسرائيلي صهيونستانو  يرغل او وحشيانه حملې مسلمانانو ته د يووالي يو زرين چانس و، چې په خپلو کې بايد سره يو موتی شوي وای او له فلسطين څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړی وای، خو برعکس چوپه خوله دي او امريکايانو او د ناټو ايتلافي ځواکونو ته يې د دې جرئت ورکړ ، چې بريدونه پراخ او نورو هيوادونو لکه لبنان او يمن ته هم وغځوي.دا چې په دغه جنګ کې به څوک بريالي کېږي، دا به د جنګ دوام ثابته کړي ، خو لکه چې وايي: (( اې وروستيه عقله ، کاشکي چې ته خو لومړی وای. )) که څه هم د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې د اسرائيلي يرغلګرو ځواکونو دغه وحشيانه بريدونه وغندل شول او د غندلو دغه لړۍ اوس هم دوام لري . وړمه ورځ د يوه افريقايي هيواد مشر د دغه بشري جنايت د غندلو ترڅنګ د بنيامين نتنياهو په اړه نړيوالې محکمې ته د نوموړي د محاکمې غوښتنه هم وکړه . په هر صورت د اسلامي هيوادونو لپاره پکار ده  چې د خپل سرنوشت ټاکلو لپاره په خپلو کې سره يو شي او خپل نا معلوم برخليک معلوم کړي. مخکې له دې چې د دغه جنګ په لمبو کې وسوځي او د دغه اور خاشاک شي، د خپلو هيوادونو او ملتونو لپاره دې د نجات پر لارو چارو غور وکړي او داسې ونه شي ،چې وواياست :

 (( اې وروستيه عقله،کاشکي چې ته خو لومړی وای. ))

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button